هلمند: ترافيکي پېښه کې ۴ کسان مړه شوي، ۱۴ ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۳): د هلمند ولايت په واشير ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله څلور کسان مړه شوي او څوارلس تنه نور ټپيان دي.
پېښه نن سهار د نهه نيمو بجو په شاوخوا کې د واشېر ولسوالۍ اړوند د نيمروز- کابل پر لويه لار رامنځته شوې ده.
ځايي سرچينې وايي، چې مسافر وړونکی ۳۰۳ موټر له يو بل موټر سره جنګېدلی، چې له امله يې څلور کسان مړه او ۱۴ نور ټپيان دي.
د پېښې لس تنه ټپيان د ګرشک ولسوالۍ نږدې روغتون ته وړل شوي او پاتې نور د لښکرګاه مرکزي روغتون ته د تداوۍ لپاره وړل شوي دي.
په هېواد کې ډیری وخت ترافیکي پېښې د خرابو سړکونو او د موټروانانو د بې غورۍ له امله رامنځته کېږي، چې د هېوادوالو د مړينې لامل ګرځي.



