جوزجان: د يو افسر په ګډون ۶ عسکر وژل شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۳): د جوزجان ولايت په خانقاه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې، چې طالبان وايي د يو افسر په ګډون شپږ عسکر وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
نښتې تېره ورځ د يادې ولسوالۍ مربوط د قلچ اباد په سيمه د دولتي ځواکونو له عملياتي قوې سره شوي دي.
طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبربانه کې ويلي، چې د دولتي ځواکونو قوه يې په شاه تمبولې او د هغوی عمليات يې له ناکامۍ سره مخ کړي دي.
طالبان وايي، چې په دغه جګړه کې يې د يو افسر په ګډون شپږ تنه عسکر وژلي او يو شمير نور ټپيان کړي دي.
سيمه ييزې امنيتي سرچينې وايي، چې په نښتو کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله رسېدلې خو د نورو معلوماتو له ورکولو يې ډډه کړې.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې د جګړې پر مهال بمبار شوی، چې له امله يې د ملکي خلکو کورونه، دکانونه او مسجدونه په نښه شوي، چې په ترڅ کې يې يو ولسي وګړی وژل شوی او يو بل سخت ټپي دی.
ډیری وخت د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله رسېږي، چې دواړه غاړې يې پړه يو پر بل اچوي.
تر اوسه دولتي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.



