عسکر څه کوي او د عسکرو له مېرمنو سره څه کېږي؟/ خالد «روان»

نن پر دې بحث نه کوو، چې اوسنۍ اردو د افغانانو پرضد جنګېږي او که د افغانستان د ازادۍ لپاره. خو موږ هره ورځ ګورو، لولو او وینو چې د اردو لسګونه عسکر د وسله‌والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل کېږي، ټپیان کېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دا پېښې اوس عادي شوي او د جګړې دواړو خواوو ته افغانان مري. د اردو عسکر هم سوچ نه کوي، چې د ناټو او امریکايي عسکرو سره په څنګ کې ولې د خپل افغان سره جګړه کوي؟ یا خپل ژوند د یوه داسې فاسد او د امریکا په لاس جوړ شوي نظام لپاره ورکوي، چې په ټوله نړۍ کې دویم فاسد هېواد دی.

که چېرې مړو شویو عسکرو د سیګار اوسنی راپور لوستی وای، شاید په ټول عمر یې ددې نظام د پاېښت لپاره وسله نه وای پورته کړی؛ خو افسوس د هغو ژوندیو عسکرو لپاره کوم، چې اوس د وطن د ازادۍ او د پنجاب ضد جګړې په شعارونو غولیدلي او جګړه کوي. د یوه افغان په توګه د سیګار د اوسني راپور په لوستلو «خوله» شوم او د خجالت احساس مې وکړ، چې موږ د څومره وحشي صفته انسانانو په منځ کې ژوند کوو او ددوی په شعارونو غولېږو.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څارنې ځانګړې ادارې«سیګار» د روانې اوونۍ په سر کې خبر ورکړ، چې د اردو د هغو وژل شویو عسکرو له مېرمنو د جنسي رشوت غوښتنه کېږي، چې خپل ځانونه یې ددغو قومندانانو په تشو شعارو قربان کړي دي.

د سیګار ادارې مشر جان سپکو په خپل راپور کې ویلي، چې د افغان اردو د وژل شویو سرتېرو له کورنیو «ښځو» د هغوی د وژل کېدو د  امتیازاتو د ورکولو لپاره د جنسي اړیکو غوښتنه کېږي.

د سیګار د راپور له مخې، د اردو قومندانانو د وژل شویو کورنیو غړو ته تر هغه وخته د تقاعد اسناد نه ورکوي؛ تر څو ددوی جنسي تنده خړوبه شوې نه وي.

په تېرو پنځلسو کلونو کې د اردو زرګونه عسکر د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې مړه شوي دي، چې د سیګار د راپور له مخې د جنسي رشوت غوښتنه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شوې او دغه لړۍ تراوسه روانه ده.

د ګډ حکومت دواړو مشرانو ته مرګ پکار دی، چې د داسې فاسدو قومندانانو په دفاع کې یې لسګونه فېسبوکي خیاطان په دندو ګومارلي او ددوی ستاینې پرې کوي.

د اردو عسکر دې پردې پوه شي، چې تاسې قومندانانو ته تر هغه وخته ارزښت لرئ، چې د دوی د ګټو لپاره جګړه وکړئ او که مړه شوئ، نو بیا ستاسې د تور سرو حیا ته هم غله دي او د څو زره افغانیو لپاره د ستاسو له مېرمنو د جنسي رشوت غوښتنه کوي.

اوس هم سر یې وخت دی. په تېر وخت فکر وکړه او د سیګار راپور بیا ولوله، چې ستاسې مشران تر کوم حده ذلیله او شرمېدلي خلک دي. خپله وسله پر ځمکه کېږده او د مفکر په تشو شعارونو خپله ځواني مه خاورې کوه.

د هېواد د ازادۍ اخیستلو لپاره نورو ځوانانو سرونه په خپلو لاسونو کې نیولي او ستاسې جګړه د افغانانو پرضد ده، نه د هېواد د خپلواکۍ اخیستلو لپاره.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button