دوو فلسطینۍ مېرمنو د قیچي په مټ پر دوو اسرائیلیانو برید کړی دی

کابل ټکی کام ۰۲لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
اسرائیلي پولیسو د رسنیو له لارې خبر ورکړی دی چې بیت المقدس ته څېرمه ځايي بازار کې دوو فلسطینۍ مېرمنو د قیچي په مټ پر دوو اسرائیلو برید کړی دی.
د خبر په اساس چې پر یادو دواړو مېرمنو باندې ډزې شوي دي، چې یوه یې وژل شوې او بله یې مرګونې ټپي ده.
شنونکي وایي دا چې بیت المقدس هم مسلمانانو او هم یهودو ته د ارزښت وړ سیمه ده، د اسرائیلو او مسلمانانو تر منځ دغه تاوترېخوالی هغه مهال را پیدا شو، کله چې اسرائیلو په بیت المقدس کې پر یهودیانو د لګېدليو بندیزونو لرې کولو هڅې پیل کړې.
دوی وایي چې له دې وړاندې مسلمانانو کولی شوای چې په دغه سیمه کې عبادت وکړي، خو یهودیانو ته یوازې د دې اجازه وه چې دغه سیمې ته ورشي خو د عبادت کولو پرې بندیز وو.
له بلې خوا فلسطیني چارواکي ادعاء کوي چې اسرائیلو ۱۰ ورځې مخکې پر یوه روغتون کې د برید پر مهال یو فلسطینۍ وژلی او بل یې ټپي او له ځانه سره وړی دی.
د یادونې وړ ده چې په تېرو ۱۵ ورځو کې د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ په تاوترېخوالي کې ۱۰تنه اسرائیل چې زیاتره یې د فلسطینانو له لورې په چاقوګانو، او څه د پاسه ۶۸فلسطینیان وژل شوي دي.



