سوريه کې د روسيې يوه چورلکه نسکوره شوې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۵): سوريه کې د دغه هېواد مخالفو وسله والو د هاما په ښار کې د روسيې يوه چورلکه نسکوره کړې ده.

د سوريې د حکومت مخالفینو په يوه بيانيه کې ويلي، چې تېره شبه د نهه نيمو بجو په شاوخوا کې يې د TOW په توغندي د روسيې د پوځ اړوند يوه چورلکه په نښه کړې او نسکوره کړې ده.

د يادې چورلکې د نسکورېدو مسئوليت د (جيش العزة غنډ) په نوم يوې وسله والې ډلې په غاړه اخيستی او ګواښ يې کړی، که روسي هوايي ځواکونه په ادلب او هاما ښارونو کې خپلو بمباريو ته دوام ورکړي، نو دوی به يې نورې چورلکې هم په نښه کړي.

په چورلکه کې د وژل شويو يا ټپي شويو عسکرو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

تر دې دمه د سوريې رژيم او يا کومې روسي دولتي سرچينې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې وړمه ورځ په سوريه کې د روسيې يو لوړرتبه چارواکی او سلاکار د هاوان په بريد کې لومړی ټپي او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

په هغه پېښه کې د يو ژباړن په ګډون درې نور روسي عسکر هم وژل شوي و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button