د دفتر تړل د سولې وژل

جواد یاسر

سوله د افغانانو تر ټولو ستر ارمان دی، په هیواد کې د تیر شپاړس کلن ناورین څخه افغانان سخت ستړې شوې او په دې هیله دې چې د سولې ورکه لار په هره بیه چې وي وموندي. او دا هم یوه مهمه اړتیا ده چې د سولې لپاره باید د جنګي اړخونو یو داسې ادرس معلوم وي چې له هغه ځایه د سولې لپاره کار وشي یا کم ازکم لیدنې او د ستونزو پر حل بحثونه وشي.

په همدې اساس د نړیوالو او سیمیزو هیوادونو په غوښتنه په ۲۰۱۳م کې په قطر کې طالبانو ته دفتر پرانستل شو چې ډېرې مثبتې پایلي یې هم ولرلې، د پنځو طالب مشرانو او بوبریکډال تبادله، د سولې لپاره لازم اقدامات، د شپږو افغان لیکوالانو او شناندانو سره څیړنیز بحثونه او ډېر نور څه چې یادونې ته یې اړتیا نشته.

دا خو واضحه ده چې د افغانستان په اړه د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې اعلان شوې ستراتژي د سولیزو چارو پر ځای په ډېرو برخو کې پر جګړې متمرکزه ده، لکه افغانستان ته د نورو اضافي ځواکونو لېږل، طالبانو ته نوې اصطلاح (ترهګر) کارول او پر طالبانو د فشارونو د زیاتونې غوښتنې.

دادی داځل هم ټرمپ د ملکرو ملتونو په غونډه کې د اشرف غني څخه غوښتې چې د طالبانو د قطر دفتر وتړي، د سولې راټوکېدلی فکر ووژني او له جنګ او زوره کار واخلي.

دا چې د قطر دفتر وتړل شي منفي اغېز به یې پر افغان ولس وي او د افغانستان جګړه به نوره هم اوږده شي، خو د طالبانو پر عملیاتي بهیر به هیڅ اغېز ونه ولري، ځکه د طالبانو نظامي تشکیلات له داخل نه دي او د بهر دفتر ورسره هیڅ تړاو نه لري.

د دفتر له تړلو وروسته به د طالبانو یوازنی ځانګړی ادرس هغه جنګي سنګرونه وي چې هغوئ پکښې شپه او ورځ د عملیاتو پلانونه جوړوي او عملي کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button