د طالبانو په برید کې د نادعلي نوی امنيه قومندان هم ووژل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۵): چارواکي وايي، د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ نوی امنيه قومندان د وسله والو طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک رسنيو ته ويلي چې تېره شپه د نادعلي-لښکرګاه تر منځ سيمه کې جګړه شوې او په خبره يې چې سرپرست امنيه قوماندان عبدالبصير غوښتل چې د جګړې سيمې ته ځان ورسوي، خو په لاره کې د طالبانو له کمين سره مخ شو.
هغه زياته کړه، په دغه برید کې د هغه په ګډون دوه پوليس وژل شوي او پنځه تنه عسکر ټپيان دي او په وينا يې چې ۸ طالبانو ته هم مرګ ژوبله رسېدلې ده.
له بله پلوه وسله والو طالبانو د دغه برید مسئوليت په غاړه اخيستی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د کوچيانو او سپين ماموريت په امنيتي پوستو يې جګړه کړې، چې پکې د يادې ولسوالۍ لپاره امنيه قومندان هم وژل شوی دی.
طالبانو ويلي، چې په دغه جګړه کې يې شپږ پوليس وژلي او پاتې نور له سيمې څخه تښتېدلي، دغه راز د څلور ميله وسلې او په زياته اندازه مهمات طالبانو ته لاس ته ورغلي دي.
طالبان وايي، په دې جګړه کې د دوی وسله والو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې وړاندې د يادې ولسوالۍ امنيه قومندان سمونوال عمرجان هم د وسله والو طالبانو په يوه برید کې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قومندان په ګډون څلور عسکر وژل شوي و.


