د افغان مسئلې سياسي حل او د ټرمپ مخالفت

سرليکنه

امريکا، چې په افغانستان کې یې له تېرو شپاړسو کالو راهيسې په خپل پوځي يرغل سره جګړه پيل کړې ده، افغان ولس یې د هر ډول وسلې تر ازمايښت لاندې ونيو. د کال په اوږدو کې یې د جګړې او د سولې په بين المللي ورځ یې د سولې کاغذي غږ پورته کړی دی. تر نن ورځې پورې په جګړه ټينګارکوي، خو دومره په زغرده یې د افغانستان د مسئلې له سياسي حل سره مخالفت نه دی ښوولی لکه تېره اونۍ چې ټرمپ په نيويارک کې اشرف غني ته وويل، په قطرکې بايد د طالبانو سياسي د فتر وتړل شي. د راپورونو له مخې اشرف غني هم ورته له ناکه د منلو سر خوځولى دى.

ټرمپ د ملګرو ملتونو په اويايمه غونډه کې، چې تېره اونۍ وشوه، د ليدنې پر مهال اشرف غني ته په ټينګار سره ويلي دي چې د قطر له چارواکوسره د تماس په صورت کې بايد د طالبانو سياسي د فتر وتړل شي.

 دمخه به حامد کرزي ويل چې افغان حکومت په سوله ټينګار کوي، خو طالب مشران د سولې ادرس نه لري چې د يوه پلاوۍ په وسيله ورسره د سياسي حل لياره بيامومو.

دا چې د تېرو شپاړسو کالو په پرتله ولې امريکا د افغان مسئلې د سياسي حل مخالفت په ډاګه وکړ، امريکا ته دا جوته شوه چې افغان ولس او د افغانستان ګاونډي هېوادونه د افغان مسئلې د سياسي حل غوښتونکي دي. روانه جګړه د افغان ولس، ګاونډيو او د سيمې د هېوادونو په تباهيو تمامه شوه، نور بايد د دې مسئلې په سياسي حل کار وشي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير، سرګي لاوروف تېره ورځ په مسکو کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې د شانګهای پنځوس غړي هېوادونه غواړي د تماس ډلې په وسيله په افغانستان کې د سولې له ليارې افغان مسئله حل کړي، چې د راتلونکې اکتوبر ١١مه نيټه به مسکو د تماس ډلې يوې لویې غونډې کوربتوب وکړي.

له بلې خوا، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازى، ضمير کابلوف په نږدې راتلونکي کې هند ته تلونکی دی چې له هندي چارواکو سره د افغانسان د مسئلې پر سياسي حل خبرې وکړي. ايران، چين او روسيه په ګډه سره غواړي د افغانستان جګړه، چې نور یې د اور لمبې ګاونډيو او د سيمې هېوادونوته رسېدونکې دي، پای ته ورسوي او افغان مسئله د افغان حکومت او طالب مشرانو سره د مذاکراتو له ليارې حل کړي.

ټرمپ په قطر کې د طالبانو د هغه سياسي دفتر د تړلو غوښتنه کړې ده چې خپله امريکا یې په جوړولو خوښي څرګنده کړه او د قطرچارواکوته یې وويل چې طالب مشرانو لپاره په خپل هېواد کې سياسي دفتر پرانيزي.

په قطر کې د طالبانو سياسي د فتر په ٢٠١١م کال پرانستل شوی دى. هغه وخت د امريکا او قطر اړيکې ښې وې. په قطر کې امريکا د سياسي دفتر له پرانیستلو دا ګټه وکړه چې د پنځو طالب مشرانو په بدل کې یې د بوو بريګډال تبادلې ته زمينه برابره کړه.

 دمخه به امريکايي چارواکو ويل چې طالبان سوله نه غواړي؛ خو چې د قطر د فتر پرانیستل شو، د امريکايي چارواکو دغه غږ هم چوپ شو. اوس امريکا د خپلې دعوې  پر خلاف له اشرف غني په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د تړلو غوښتنه وکړه.

له ټرمپ سره اوس دا اندېښنه پيدا شوه چې په افغانستان کې یې خپل مقاصد تر څه حده پوره کړل، خو لا یې د سيمې او جنوبي اسيا له هېوادونو څخه نه دي پوره کړي. هغه مقاصد چې ټرمپ په خپله ستراتيژۍ کې نيولي، هغه په افغانستان کې د جګړې په دوام سره پوره کيږي. ځکه ټرمپ نه غواړي افغان حکومت او طالب مشران د مذاکراتو له ليارې سياسي حل ته ورسېږي.

د ټرمپ له وينا، چې له اشرف غني یې په قطر کې د طالبانو د سياسي د فتر د تړلو غوښتنه کړې ده، دا څرګندېږي چې امريکا افغانستان د جنوبي اسيا او د سيمې د هېوادونو لپاره د ځان لپاره مورچه ګرځولې ده او نه غواړي دا مورچه له لاسه ورکړي؛ ځکه خو د افغانستان د مسئلې د سياسي حل په اړه د چين، روسیې او ايران له هلو ځلو اندېښنه لري. امکان لري له اشرف غني علاوه د سعودي په ګډون نورو هغه هېوادونه، چې امريکا پرې اثر لري، په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر په تړلو په کار واچوي.

امريکايي رسنۍ په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د تړلو په موخه دا تبليغوي چې له جوړېدو یې تر دې دمه په افغانستان کې د سولې لپاره کار نه دی کړی؛ که د قطر دفتر کار نه وي کړى، نو په کابل کې د سولې په نامه پروسې، چې هر کال ميليونونه ډالر بودجه ورته ځانګړې کېږي، څه کړي دي؟ ټرمپ بايد له اشرف غني په کابل کې د سولې په نامه د شورا د تړلو غوښتنه هم وکړي.

 اصلي خبره دا ده چې امريکا په افغانستان کې د سياسي حل پر ځاي پر جګړه ټينګار کوي او نه غواړي د افغانستان مسئله حل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button