ترکيې ۱۲۵ تنه افغانان او پاکستانيان نيولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۶): د ترکيې ځانګړو ځواکونو د دغه هېواد په ارزينجان ولايت کې ۱۲۵ تنه پاکستانيان او افغانان نيولي دي.
د دغه ولايت د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ ويلي، چې نن يې د ارزينجان او ارزوروم په لويه لاره په يو بس موټر کې ۱۲۵ تنه ناقانونه کسان نيولي، چې ډيری يې افغانان دي.
د سرچينې په وينا، دغو کسانو غوښتل چې استنبول ته ولاړ شي او له هغه ځايه بيا نورو اروپايي هېوادونو ته.
امنيتي سرچينې وايي، بس موټر د پنځوس تنو د انتقال ظرفيت درلود خو انساني قاچاقبرانو پکې ۱۲۵کسان ځای پرځای کړي و چې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
په وروستيو دوو کلونو کې په لسهاوو زره افغانانو د نا امنيو او بېکارۍ له امله خپل هېواد پرېښی او اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي دي.
ډيری کسان اروپا ته په سختو لارو او سمندرونو کې په ناقانونه لارو تګ کوي چې د کښتيو د ډوبېدو له کبله تراوسه سلګونه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.



