مجاهد: بېلابېلو بريدونو کې ۷۶ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۶): تېره شپه وسله والو طالبانو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د دولتي ځواکونو په امنيتي پوستو او د هغوی په پوځي قطارونو بريدونه کړي، چې په وينا يې ۷۶ عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره شپه د لغمان ولايت مرکز مربوط د عليشنګ او الينګار سيمو کې د دولتي ځواکونو په عملياتي قوه بريدونه او ماين چاودنې کړي، چې په ترڅ کې يې ۷ ټانګونه ويجاړ شوي او ۲۷ عسکرو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
دغه راز نوموړی وايي، چې د پکتيا د جاني خېلو ولسوالۍ اړوند د مندتې په سیمه کې د دوی وسله والو د دولتي ځواکونو په ورغلې قوه بريدونه کړي، چې په پايله کې يې لس تنه عسکر وژل شوي او اوولس تنه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالب وسله والو د ليزري قطعې له خوا د هلمند نادعلي ولسوالۍ د سپين ماموريت په سيمه کې هم بريدونه شوي، چې له کبله يې اوولس عسکر وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي.
همدارنګه ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې تېره شپه يې د فراه په پشترود ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو يوه پوسته نيولې، چې پنځه تنه عسکر پکې وژل شوي دي.
طالبانو ويلي، په دغو جګړو کې د دوی يوولس وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د کندهار معروف ولسوالۍ، امنيه قومندانۍ او شاوخوا ټولې امنيتي پوستې له دولتي ځواکونو نيولي دي.
د کندهار امنيه قومندان ضيار دراني رسنيو ته ويلي، چې د معروف ولسوالۍ په سرتيري بريد کې دولس عسکر وژل شوي، خو د طالبانو له لوري د ولسوالۍ د نيولو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
طالبان وايي،په دغو جګړو کې د دوی وسله والو په زياته اندازه وسلې، پوځي توکي او مهمات هم ترلاسه کړي دي.



