”طالبان اوس مهال تر هر وخت زیاتې سیمې په لاس کې لري“

د لانګ وار ژورنال په نوم یوې امریکايي ویب پاڼې په یوه رپوټ کې ویلي چې طالبانو اوس مهال نږدې نیم افغانستان نیولی دی او یا هم پکې پراخ نفوذ لري.
برایټبارټ نیوز د لانګ وار ژورنال له قوله لیکلي چې طالبان له ۲۰۰۱ز کال راهیسې تر بل هر وخت زیاتې سیمې په واک کې لري.
وسله وال طالبان وايي چې د هېواد ۵۰٪ خاوره د دوی په لاس کې ده، امریکا او افغان حکومت بیا وايي چې ۴۰٪ خاوره د طالبانو په ولکه کې دي؛ خو د لانګ وار ژورنال په رپوټ کې ویل شوي چې اوس مهال طالبان د افغانستان پر ۴۵٪ خاوره تسلط لري او یا هم له افغان ځواکونو سره پکې جګړه کوي.
د لانګ وار ژورنال معلومات ښيي، طالبان ۴۱ ولسوالۍ په پوره ډول په کنټرول کې لري، په ۱۱۸ ولسوالیو کې په جګړه بوخت دي. طالبان همداراز وايي چې ۲۴ نورې ولسوالۍ هم په لاس کې لري – په دې سره شاوخوا ۱۸۳ ولسوالۍ (۴۵٪) د طالبانو په کنټرول کې دي او یا هم پراخ نفوذ پکې لري.
طالبان زیاتره واک د افغانستان په کلیوالو سیمو لري.
څه موده وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې (سیګار) ویلي و، کومې سیمې چې د طالبانو په کنټرول کې دي او یا هم پکې نفوذ لري، امریکايي ځواکونو ته ډیرې مهمې نه ښکاري او لږ ستراتیژیک اهمیت لرونکې سیمې یې بولي.
خو لانګ وار ژورنال وايي چې دا سیمې د طالبانو لپاره مهمې دي او کولای شي له دې سیمو د ښارونو پر مرکزونو حملې وکړي.
لکه څنګه چې د طالبانو د واک ساحې پراخې شوې، همداراز د طالبانو بریدونه هم زیات شوي دي. د روان ۲۰۱۷ز کال په پیل کې یوناما (UNAMA) په یوه رپوټ کې ویلي و چې طالبانو د جنوري او مارچ میاشتې تر منځ، ۵۶۸۷ بریدونه ترسره کړي چې دا له ۲۰۰۱ز کال راهیسې د بریدونو یوه بې ساري شمېره ده.




