دبیان ازادی

لیکوال:ابوبکرعظیمی

دافغانستان په موجوده جمهوری نظام کی دبیان ازادی شته اوکنه؟
جواب(نه)
ځکه چه په موجوده نظام کی صرف هغه چا ته دبیان د ازادی حق ورکول کیږی چه هغه اسلامی فکر او نظریه ونلری.
که یوڅوک سوچه اسلامی فکر او اسلامی نظریه ولری دهغه لپاره اصلا دبیان ازادی نشته بلکه دهغه لپاره د بګرام زندان او د پلچرخی زندان دی.
نو دا خو یوطرفه قضاوت ده او دی ته مونږ بلکل دبیان ازادی نشو ویلای.
دمثال په توګه:
امریکایانو په افغانستان باندی یرغل کړیده چه له دی حقیقت څخه هیڅوک سترګی نشی پټولای.
اوس پوښتنه داده چه یو څوک به جهرا داسی اوایی چه امریکایان یرغلګردی او دا دالله.ج. دښمنان دی له دوی سره موالات دوستی او ملګرتیا له ایمان څخه وتل دی؟
یوداسی دبیان ازادی والا به پیداشی چه امریکایانوته اوایی چه ولی مو بی ګناه افغانان ښځی او ماشومان بمبار کړل؟
بیاچه کله امریکایان په کورونو بمبار وکړی اوبی ګناه افغانان شهیدان کړی یو څوک داسی اواز پورته کولای شی چه ددی بی ګناه افغانانو قاتل دی محاکمه اومجازات شی؟
داسی څوک شته چه له امریکایانو څخه پوښتنه وکړی چه ولی مو دکلیمی توهین وکړ باید تاسی مجازات شۍ؟
داڅنګه دبیان ازادی ده چه په ښکاره ډول یهودیت او نصرانیت ته خلک دعوتیږی اوداسلام سپکاوی کیږی د هغوی لپاره دبیان ازادی ده بیاچه کله یوڅوک قران ته دعوت کوی او حق ته حق باطل ته باطل وایی او دظالم ظلم ته ظلم اوایی هغه خلک بندیانیږی!
ګورۍ مسلمانو:
خبره دلمر په شان واضحه ده دلته دمسلمان لپاره دبیان ازادی نشته دلته صرف داسلام له منځه وړلو په خاطر دبیان ازادی شته.
ګورۍ کله چه طالبانو بتان مات کړل ټولی کفری نړۍ خاصکر بودایانو اوازونه پورته کړل او طالبان یی ملامت کړل حال داچه دبتانو ماتول دهرمسلمان اسلامی دنده ده .
خو کله چه امریکایانو دالله.ج. کتاب قرانکریم وسوځاوو بیاټوله کفری نړی او افغان حکومت چوپ وو هیچاجرآت نشو کولایی چه د بیان په ازادی کی له قرانکریم څخه دفاع وکړی .
تاسو یی وینۍ چه په کابل کی یو څوک داسلام او شریعت په طرف یوه خبره هم وکړی بیا دترهګر لقب ورکول کیږی او که یو څوک په ښکاره یهودیت او نصرانیت ته دعوت کوی بیا یی څوک مخه نشی نیولی ځکه چه دبیان ازادی ده.
دلته که یوڅوک ښځوته دفحاشی او بربنډ ګرځیدلو دعوت ورکوی نو دیته دبیان ازادی ویل کیږی اوکه څوک ښځوته دالله. ج. داقول بیان کړی چه
[سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 33] وَقَرْنَ فِى بُيُوتِكُنَّ.
ژباړه: پخپلو كورونو کښي مېشتي اوسئ،الایه.
نوبیا داخلک ترهګر بلل کیږی.
دلته دبیان ازادی ترعنوان لاندی هغه کارونه کیږی چه دکفارو په ګټه او دمسلمانو په ضرر او تاوان وی!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button