فراه: د طالبانو په بريد کې ۹ پوليس وژل شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۷): د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سيمه کې وسله والو طالبانو د دولتي ځواکونو په يوه پوسته بريد کړی، چې په ترڅ کې يې نهو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ځآيي اوسېدونکي وايي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو په ياده سيمه کې په يوه پوسته بريد وکړ، چې د څو ساعتونو په پايله کې يې پوسته ونيوله، نهه ملي پوليس وژل شوي او په خبره يې چې درې تنه نور سرتيري طالبانو له ځان سره ژوندي بيولي دي.

طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې، د نهو پوليسو د وژل کېدو او درې نورو د ژوندي نيول کېدو خبره کړې ده.

طالبان وايي، پوسته يې په مکمله توګه نيولې او په پايله کې يې لس ميله وسلې، پنځوس د راکټ مرمۍ، يو موټرسايکل او په زياته اندازه نور پوځي توکي هم لاسته ورغلي دي.

د فراه د ولايتي شورا منشي دادالله قانع پېښه تائيدوي او وايي، چې د طالبانو په بېګاني بريد کې اووه پوليس وژل شوي او څلور نور طالبانو ژوندي بيولي دي.

نوموړي د دې ډول پېښو رامنځته کېدو لامل د ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ د رهبرۍ ضعف وباله او زیاته یې کړه چې دوی نه شي کولی یو سم مدیریت رامنځته کړي څو د پولیسو د تلفاتو مخه ونیول شي.

هغه وايي، چې هره شپه طالبان په دولتي پوستو بريدونه کوي او يوه يوه پوسته نيسي، خو په وينا يې چې ولايتي چارواکي د دغه ډول پېښو د مخنيوي لپاره هيڅ اقدام نه کوي.

د ورکړل شويو راپورونو له مخې د تېرو پنځو شپو راهيسې په پرلپسې ډول وسله والو طالبانو په فراه ولايت کې له دولتي ځواکونو يو شمير پوستې نيولي، چې تر څلوېښت پورې پوليس پکې وژل شوي، لسګونه نور ټپيان شوي او له لسو زيات پوليس طالبانو  ژوندي نيولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button