اشرف غني او ټرمپ ته د سولې وروستى چانس

سرليکنه

لکه څرنګه چې افغانانو په خپل ژوند کې پر کوم هېواد يرغل نه دى کړی او تل یې د خپلې خاورې او مقدساتو د فاع کړې ده، دا  ډول پر افغانستان  روسانو او بيا امريکا د خپلو  اشرګړو په ملتيا يرغل وکړ. طالبانو (افغان ولس) د خپلې خاورې دفاع پيل کړه چې تر  نن و رځې پورې د امريکايي يرغلګرو په وړاندې خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي .

له تېرو شپاړسو کالو  راپدېخوا طالبانو د سولې او مذاکراتو لار نيولې ده. دا نه چې طالبان د امريکا او  ورسره د ناټو غړیو هېوادونو د پوځونو په مقابل کې د جګړې توان نه لري، هر کال او په هره مياشت کې وسله وال طالبان له افغان پوځونو ولسوالۍ او لیرې پرتې سيمې نيسي.  خپله امريکا او د اشرف غني د حکومت چارواکو اعتراف کړی دى چې د افغانستان اويا سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده، خو بيا یې هم د طالبانو  جګړه د تباهۍ او خپله جګړه د سولې د پرمختګ او هوسا ژوند پورې تړلې بللې ده .

طالبانو چې په قطر کې د سولې په غرض سياسي دفتر پرانیست، هدف يوازې او يوازې  سوله ا ومذاکرات دي، له قطره خو جګړه نه کوي، جګړه په افغانستان کې ده چې  تل یې په خپلو بريدونو کې کاميابي ترلاسه کړې ده. اما هغه کاميابي چې په سوله ترلاسه کېږي او د قطر دفتر  یې په موخه پرانیستل شوی دى، تر اوسه لا نه ده ترلاسه شوې.

طالبانو يو ځل بيا خبر ورکړی چې  جګړه د افغانستان د مسئلې د حل لياره نه ده. امريکا او  افغان حکومت، چې دواړه له  وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دی، غږ  پرې کړی دی چې له  جګړې لاس واخلي او د  مذاکراتو په دوام د افغانستان شپاړس کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

که ټرمپ وايي چې په افغانستان کې به په خپله دوره کې له افغانانو جګړه وګټي، بش او اوباما په خپلو دورو کې دا  ارمان له ځانه سره وړى دى. همدا ډول که اشرف غني هم دا تمه لري، بې ځايه ده.   هغه سيمې چې اوس ښارونو  ته په څو کيلومترۍکې د حکومتي ځواکونو په لاس کې دي، د وخت په تېرېدو سره امکان لري هغه هم ترې وسله وال طالبان  ونيسي.

د مخه مو وويل چې ټرمپ ته له بش او اوباما او اشرف غني ته له نور محمد تره کي راپدېخوا د ټولو واکمنو جګړه په ميراث پاتې ده. په افغانستان کې خپله د  وخت په روسي او امريکايي نویو  وسلو سمبالو  واکمنو له مجاهدينو جګړې نه دي ګټلې. اشرف غني  او ټرمپ، چې جګړې په ميراث ورته پاتې دي، دوې یې هيڅ وخت نه شي ګټلای.  د دواړو لپاره د  طالبانو لخوا  د مذاکراتو  او سولې د  لارې غوره کولو  وروستی چانس دی چې بايد ګټه ترې پورته کړي.

موږ دا  منو چې لومړۍ او دويمې يا نورې ډيرې  جګړې د پوځونو او وسلو په زور ګټل شوې دي؛ خو په افغانستان کې هيڅ يو  زورګير او چپاولګر د وسلو  او پوځونو په زور  جګړه نه ده ګټلې، بلکې  له افغانانانو سره یې په جګړو کې شته زور له لاسه ورکړی دى او بې له پښېمانۍ نور څه په لاس نه دي ورغلي.

اشرف غني او ټرمپ په ځا ى د دې چې وروسته په خپلو کړنو پښېماني څرګنده کړي، غوره دا ده چې په ميراث د ورپاتې جګړو له دوامه لاس واخلي او د سولې لار غوره کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button