
نشنلــیزم او قومیــت پرســـتې
لیکنـــه: خادم الدين احرار
د نشنلیزم او یا هم قومیت پرستې په اقوامو او ملتونو کی د سرطان د ناسور حیثیت لری، کوم خلک چی په دغه بلا اوړیدلی ټپونه بیا نه دی رغیدلی.
راځو اولا د نشنلیزم په مفهوم ځان پوهوو، او ثانیًا به یی په مصداق خبره وکړو، نشنلیزم د دوو انګلیسې تورو څخه جوړ دی، چی یو یی “نشنل ” او بل یی ” ایزم ” چی مونږ یی تعبیر په قومیت او وطن پالنې سره کوو. نشنلیزم د غرب څخه یوه وارده شوی پدیده ده، چی خاص د مسلمة امت د اتحاد او اتفاق د له منځه وړلو لپاره پکار اچول شوې ده، ځکه چی پخپله غرب د دغه ناسور څخه ډیر کړیدلی او پخې تجربې ورڅخه لری،نو غربیانو هم د خپلو تجربو له مخې نشنلیزم د فکرې جګړې په ډګر کی د مسلمة امت پر وړاندی د یوې ډیرې مؤثرې وسیلې توګه استعمال او په لاره واچوله.
نشنلیزم د اسلام مبارک دین له نظره:
د کائناتو مالک الله “جل جلا له ” د محمدې امت په هکله داسې فرمایی: ( اِنّ هَذه امّتکمْ امّة واحِدة وَ أناَ ربّکمْ فاتّقونْ) چی د دی آیت مبارکه په رڼا کی مونږ دا ویلی شو چی نشلنیزم د اسلام مبارک دین سره هیڅ سمون نه خوری،ځکه لکه څرنګه چی اسلامې دین پنځه بناوې لری، همدارنګه نشلنیزم هم پر پنځه بناوو ولاړ دی، چی من جمله د هغې څخه وطــن، ژبــــه او تاریخ دی، راځې چی د دې خبری لګ وضاحت وکړو،د نشنلستانو په عقیده چی څوک هم زمونږ د وطن څخه وې، نو هغه زمونږ څخه دی ولو که کافر هم وې، حالانکه زمونږ په مبارک دین کی د خپلولۍ معیار دین دی لکه څنګه چی د پورتنې ایت څخه جوتیږی. چی خوږ پیغمبر ” صلی الله علیه وسلم” هم په دی مبارکې وینا سره(الکفر ملة واحــدة) مذکورة معیار یادوی.
دوهــم رکن چی نشنلیزم ورباندی ولاړ دی هغه لســان او ژبه ده، دوی وایی چی بس څوک هم زما هم ژبی وې، هغه زمونږ څخه دی، ولو که هندو، سیک او یا هم د بل فکر او عقیدې والا وې، چی د پورتنې معیار د حکم لاندی د دی رکن حکم هم معلومیږی، همدارنګه نبی ” صلی الله علیه وسلم ” فرمایی: پریږدی دا ژبی او قوم نعره، ځکه دا ډیره بد بویه نعره ده.
دریــم رکـن چی نشنلیزم ورباندې پایږی هغه د قوم او وطن زوړ تاریـخ دی چی د پورتنیو رکنینو سره په مفهوم او حکم کې کوم فرق نه لرې، د هغې څخه مقایسة معلومیږی.
فلهـذا مونږ دا ویلې شو چی د نشنلیزم زمونږ د مبارک دین سره هیڅ سمون نه خورې بلکی لا دا چی ورسره په ټکر کې ده.
یوه ضرورې یادونه:
د ډیرو نشنلستانو څخه به مو د خوږ نبی “صلی لله علیه وسلم ” ته منسوب شوی د ” حُب الْوطنِ من الایمان ” حدیث اوریدلی وی خو لکن ملاعلی قاری “رحمه الله ” په خپل الموضوعات الکبری نومې کتاب کی مذکورة قول د احادیث موضوعة څخه شمیرلی دی. د مزید تحقیق لپاره الموضوعات الکبری نومې کتاب ته مراجعه وکړی.
نشـنلــیزم څه وکــړل؟
نشنلیزم ډیر هغه څه وکړل چی مونږ لا تر اوسه پرې خبر نه یو،
همدغه د نشنلـیزم په مرض اخته عربانو له وجې عثمانی خلافت له منځه لاړو، چی تر هغې وروسته بیا هیڅ مسلمان د آرامۍ او سوکالۍ ساه نه ده اخیستی.
نشنلیزم د مسلمان نه هغه درد واخیست چی که مشرقی مسلمان به تکلیف او دردمند وو، نو مغربی مسلمان به هم یی په غم غمجن او درد دردمند وو، ژوندی مثالونه یی مونږ او تاسی ولیدل چی د قصرونو او اوچتو اوچتو بلډنګونو خاوندان په تیر انقلاب کې څرنګه د هر څه نه لاس په سر شول، او په خړو خړو غرونو او کورونو کی ستاسو تر څنګ د هر مشکل په وړاندی اوږه په اوږه ودریدل، بلکی لا دا چی د خوږ نبی ” صلی الله علیه وسلم ” ډیر مبارک اصحابان زمونږ او ستاسې په وطننو کی دفن شول، چی ابوایوب انصاری ” رضی الله عنه ” په اوسنۍ ترکیه چی قسطنطیة یی بولی شهید او دفن شو،همدارنګه د پیښور په اصحاب بابا کی ډیر صحابه ” رضی الله عنهم ” دفن دی، چی په هغي کی د سنان ابن سلمة ” رضی الله عنه” مزار هم دی،همدارنګه د عمرفاروق ” رضی الله عنه “سکنی ورور زید بن الخطاب ” رضی الله عنه ” په ترکمنستان کی دفن شو، داسي ډیر صحابه “راضوان الله علیهم اجمعین “.
خو د نشنلیزم له برکته که په یو اسلامی هیواد کافر محارب هر څه کوی، ګاونډیان یی د ددي پر ځای چی مرسته یی وکړی، تر شاه یی وهی او دښمن ته یی په لاس ورکوی.
اوس د خراسان مسلمان د المغرب مسلمان مرستی ته نه شی ورسیدلای که په فلسطین کی د مسلمانی خور بی عزتی کیږی په مصر کی صلاح الدین ایوبی نشته، که په هند، سند کی مسلمانه خور بندی ګیږی په عربو کی محمد بن قاسم نشته …
مونږ چی د ( اِنّ هذه امّتکم امّة واحدة) په تار تړلې او د ( کالجسدِ الواحدِ اذا اشتکی رأسه اشتکی کله … الخ) مصداق وو، نشنلیزم دانه دانه او ټوټه ټوټه کړو.
طبیب باید چی د علاج نه مخکې د مریض د مرض تشخیص وکړی بیا یی معالجه کړی، د امت سپیڅلو خلکو دغه مرضونه تشخیص کړی دی، زمونږ پر ذمه د غافله امت بیدارول او د نشنلیزم په شان د سرطانی وبا څخه خلاصول دی
نور بیــا …



