په قطر کې د سیاسي دفتر تړلو په اړه طالبانو غبرګون ښکاره کړ

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر په یوه اعلامیه کې ويلي چې یرغلګر هېوادونه طالبانو ته ګوته نیسي چې د سولې اراده نه لري، له همدې امله دوی مجبور دي چې جګړې ته دوام ورکړي.
طالبانو په اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د مسئلې سوله ییز حل د دوی تګلاره وه او ده، د همدې لپاره یې ”په ۲۰۱۱ز کې د اړوند لوریو سره له توافق وروسته د قطر هیواد پلازمینې ته خپل تجربه کار او باوري سیاسي نمائندګان واستول، ترڅو دغه ځای د اسلامي امارت له خوا د سولې د پروسې د هڅو لپاره د تماس ځای حیثیت ولري. “
طالبان وايي چې د قطر له دفتر پرته بل هیڅ ارګان او شخص په دې برخه کې اوس یا راتلونکي کې پټ او یا ښکاره فعالیت نه کوي او نه اجازه ورکړل شوې ده.
طالبانو په اعلامیه کې ویلي چې د دوی سیاسي دفتر خپل کار ترسره کړی، ”خو مقابل لوري د سولې د پروسې مخه نیولې او اوس د دفتر تړلو ګنګوسې خپروي. دا پخپله د دوی د سولې ضد دریځ ښکارندوی ده. “
د طالبانو سیاسي دفتر په اعلامیه کې خبرداری ورکړی، ”که د سولې دغه دروازه د دوی [امریکا او افغان حکومت] له خوا بندیږي، په افغانستان کې د جګړې او د هغې د عواقبو هر ډول مسئولیت به یرغلګرو او د هغوی انډیوالانو ته متوجه وي.“
سیاسي دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا او افغان حکومت غواړي د زور له لارې بریا ترلاسه کړي او د سولې د هڅو مخنیوی کوي.
طالبانو د امریکا او افغان حکومت له لوري د سولې د پروسې د مخنیوي ځیني مثالونه هم لیکلي.
د مثال په توګه په ۲۰۱۱ کال کې ټاکل شوې وه، په دوهم بون کانفرانس کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر هئیت ګډون وکړي او د مسئلې سوله ایز او واقعي حل ولټوي، خو د کابل ادارې یې د مخنیوي هڅه وکړه او امریکایانو تائید کړه. په همدې کال کې کله چې د اسلامي امارت سیاسي نمائندګان قطر ته ورسیدل، د کابل ادارې ورسره مخالفت وښود او د احتجاج په توګه یې له قطر څخه خپل سفیر کابل ته وغوښت.
په ۲۰۱۲ کال کې د فرانسې په شانټیلې کې د سولې اړوند کنفرانس څخه وروسته ټاکل شوې وه چې د ۲۰۱۳ کال په پیل کې په ترکمنستان کې یو بل کنفرانس جوړ شي او سولې ته لاره هواره شي، خو کابل یې مخالفت وکړ.
په ۲۰۱۳ کال کې له اړوند امریکايي لوري سره د یو لړ ملاقاتونو وروسته په دوحه کې د مذاکراتو لپاره رسماً دفتر پرانستل شو. خو مخکې له دې چې مذاکرات پیل شي، د کابل ادارې سملاسي د نوم او بیرغ تر پلمې لاندې مخالفت وکړ چې وروسته امریکا هم تائید کړ.
د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې کله چې په دوحه کې د پګواش دوهم کانفرانس لپاره له کابل څخه میلمانه راتلل، د کابل په هوايي میدان کې یې د سفر د مخنیوي هڅه وشوه.
همدا شان سږ کال د اګست په میاشت کې د پګواش د مؤسسې له خوا په قزاقستان کې یو کنفرانس جوړ شوی و او ټاکل شوې وه د سیاسي دفتر هئیت هم پکښې ګډون وکړي، خو د کابل ادارې ورسره مخالفت وښود او امریکې یې تائید وکړ.
څو ورځې وړاندې غربي رسنیو ویلي و، ټرمپ پر اشرف غني فشار راوړی چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وتړي.



