کابل ټکی کام ۰۳لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
خبري رسنیو خبر ورکړی دی چې د امریکا د اوهایو ایالت په کلمبس نومې ښار کې یوه وسلوال تن د یوې کورنۍ پر غړیو ډزې کړي دي.
خبر وايي چې په دغه پېښه کې د دغې کورنۍ ښځه، د هغې خاوند او د هغوی اووه کلن بچی وژل شوي، او بله ۱۲کلنه لور یې مرګونې ټپي ده.
د دغې کورنۍ یوه ګاونډي د دغې پېښې په لیدلو سره ځايي پولیسو ته د ټلیفون له لارې اطلاع ورکړې ده، چې پولیسو همهغه ځای ته ځانونه رسولي دي.
خبر وايي چې یاد وسلوال کس چې په تېښه وو، د پولیسو په ډزو سره وژل شوی دی.
شنونکي وايي چې په امریکا کې په ډزو سره وژنې په دغه هېواد کې اندېښنې را ولاړې کړي دي.
دوی وايي چې په امریکا کې هره ورځ د ډزو له کبله ۸۷کسان وژل کیږي او ۱۸۳کسان نور ټپيان کیږي.
د امریکا له لورې په اعلان شویو رسمي احصایو ښودلې ده چې د روان ۲۰۱۵زیږدیز کال په اوږدو کې تر اوسه پورې په بېلابېلو سیمو کې د ډزو له کبله تر ۱۱۸۳۱ کسان وژل شوي دي، او تر ۲۴۰۲۷کسان نور ټپیان شوي دي.


















