سیرت النبي صل الله علیه وسلم – اتمه برخه

لیکوال: صفي الله “رائد”
پرلپسې اتمه برخه ـ د کړاوونو ژوند:
پېغمبر ﷺ د ځوانۍ په لومړیو کې څه خاص کار او عمل نه درلود، خو متواتر روایتونه وایي چې مېږې به یې څرولې.
د بني سعد مېږې یې څرولې، او دڅو قیراطو په بدل کې یې د مکې د خلکو رمه هم پوولې ده. چې “یو قیراط( ۰،۲۱۲۵) ګرامه سپین زر کېږي او پدې حساب یو مثقال له شل قیراطه سره برابرېږي”.
خو چې کله پنځه ویشت کلن شو، نو دخدیجې “رضي الله عنها” مال یې د تجارت لپاره شام ته یووړ. ابن اسحاق وایي: خدیجه بنت خویلد “رضي الله عنها” د مال، شرف او عزت خاونده مېرمن وه، خپل مال به یې د تجارت لپاره خلکو ته ورکاوه او دمضاربت داصولو په اساس به یې هغوی ته یوه برخه ټاکله.
هغه وخت زیاترو قریشو د تجارت کار و بار کاوه. او کله چې خدیجه “رضي الله عنها” د رسول اکرم ﷺ د ريښتینولۍ، امانتدارۍ، سپېڅلتیا، کرم او له ښو اخلاقو نه خبره شوه، نو حال یې ورولېږه چې د دې مال د تجارت لپاره شام ته یوسي او ده ته به له نورو خلکو نه زیاته برخه وټاکي او خپل غلام میسره به هم ورسره ولیږي.
رسول الله ﷺ د خدیجې”رضي الله عنها” دغه پیشنهاد ومانه او له میسره سره یو ځای د تجارت په خاطر شــام ته وخوځېد. نور بیا…
مأخذ: ابن هشام ۱/۱۶۶ـ ۱/۱۸۷-۱۸۸



