غليمګيه

ملا مطمئن

ستا په غم باندې خوشحال يم غليمګيه

پرمختګ ته دې زوال يم غليمګيه

 

ستا د کبر سومنات به را نسکور کړم

زه د وخت ثاني ابدال يم غليمګيه

 

ستا به سپینه ماڼۍ ړنګه کړم که خیر ؤ

در روان په لوړ مورال يم غليمګيه

 

د مغرورو قتلول مې وظيفه ده

د مظلومو خلکو ډال يم غليمګيه

 

هېچ چا نه يمه تر اوسه پرزولی

د ننګونو ستر مثال يم غليمګيه

 

مطمئن دې په آرام کله پرېږدمه

سراسر درته جنجال يم غليمګيه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button