امریکا: د لاس ویگاس ایالت کې په یوه کنسرټ وسله‌وال برید شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۰): د امریکا متحده ایالتونو د لاس ویگاس ایالت په یوه کنسرټ وسله‌وال برید شوی، چې له امله یې گڼو خلکو ته مرگ‌ژوبله اوښتې ده.

د نړیوالو رسنیو له قوله، د لاس ویگاس ایالت امنیتي چارواکو ویلي، د «ماندالي بای» په یوه هوټل وسله‌والو برید کړی او جگړه تراوسه روانه ده.

د لاس ویگاس د پولیسو مشر «عدن گومز» رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په ماندالي بای هوټل کې کنسرټ روان وو، چې وسله‌وال هوټل ته ننوتل او په ناستو خلکو یې ډزې پیل کړې.

د گومز په خبره، په دغه برید کې گڼو خلکو ته مرگ‌ژوبله اوښتې؛ خو د کره شمېرې په اړه څه نه دي ویلي.

د لاس ویگاس د روغتون ویاندې «دانیتا کوهن» ویلي، د پېښې له ځایه گڼ ټپیان وروړل شوي او د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

عیني شاهدانو ویلي، کېدای شي وسله‌وال بریدگرو شمېر ډېر وي؛ ځکه د څو ساعته جگړې وروسته اوس هم ډزې روانې دي.

په امریکا کې له دې وړاندې هم په نایټ کلبونو او کنسرټونو بریدونه شوي وو او گڼو خلکو ته یې مرگ ژوبله اړولې وه.

وروستی برید د یوه افغان الاصله امریکايي له خوا ترسره شوی و، چې لسگونه کسان پکې مړه او ټپیان شوي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button