کراکر: امريکايي ځواکونه لس کاله نور هم افغانستان کې پاتې کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۰): د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې رئيس باب کراکر  په يوه تازه مرکه کې ويلي، چې ښايي امريکايي ځواکونه تر لسو نورو کلونو لپاره هم په افغانستان کې پاتې شي.

نوموړي دغه څرګندونې له ان بي سي تلويزيون سره په مرکه کې کړي او زياته کړې يې ده، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونه لاهم شته او په خبره يې چې افغان ځواکونه د ګڼو ننګونو سره مخ دي.

هغه وويل، چې د افغانستان کورني توليدات او ټول اقتصاد يې يواځې د افغان پوځ لپاره بسنه نه کوي، افغان حکومت نه دی توانېدلی چې د خپل پوځ لګښتونه او معاشات پوره کړي، نو ځکه به امريکايي پوځيان يوه لسيزه نور هم پاتې کېږي.

څه موده وړاندې امريکا د افغانستان لپاره خپله نوې ستراتيژۍ اعلان کړه، چې له مخې به يې زرګونه نور اضافي پوځيان افغانستان ته راولېږي.

په افغانستان کې امريکايي ځواکونه افغان عسکرو ته د روزنې او سلامشورو سربيره په جنګړييزو برخو کې هم ګډون کوي، چې ډيری يې په شپنيو عملياتو، چاپو او هوايي عملياتو کې برخه اخلي.

د امريکا د نوې تګلارې له اعلان وروسته د امريکايي او افغان ځواکونو په عملياتو کې زياتوالی راغلی، چې ډیری وخت يې قربانيان ولسي وګړي وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button