ډنمارک وايي، افغانستان ته نور ځواکونه استوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۱):د ډنمارک د دفاع وزارت ويلي، چې د ناټو د پوځي سلاکارانو د امنيت د ساتلو په موخه افغانستان ته نور ۵۵ عسکر لېږي.

د نورو عسکرو په رالېږلو سره به په افغانستان کې د ډنمارکي پوځيانو شمېر ۱۵۲ تنو ته لوړ شي.

تېره ورځ د دغه هېواد دفاع وزارت وويل، چې تازه دم عسکر به د افغانستان پوځي اکېډميو ته د ناټو د سلاکارانو د تګ راتګ پرمهال په امنيت ساتلو کې مرسته وکړي او په وينا يې چې د ۲۰۱۸م کال په لومړيو کې به په کابل کې ځای پر ځای شي.

د راپورونو له مخې اوس مهال په افغانستان کې يواځې د ناټو ځواکونو شمير ديارلس زره ته رسېږي.

د ناټو ځواکونو پوځي ماموريت په ۲۰۱۵م کال کې پای ته رسېدلې، خو اوس مهال افغان ځواکونو ته په روزنه اومشورو ورکولو بوخت دي، چې وخت ناوخت په مخامخ جګړو، چاپو او هوايي عملياتو کې هم برخه اخلي.

د افغانستان لپاره د امريکا د تګلارې له اعلان وروسته ټرمپ له ناټو هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د ځواکونو شمېر زيات کړي، تر دې وړاندې ځينې هېوادونو افغانستان ته په کم شمېر کې د خپلو عسکرو د لېږلو اعلان وکړ، خو دا لومړی ځل دی چې د ناټو يو غړی هېواد دې ته تیاری ښودلی چې تر ۵۵ سرتيري افغانستان ته راولېږي.

د ورکړل شويو راپورونو له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۰۱م کال له پای راهيسې تر دې دمه د ډنمارک د وژل شويو عسکرو شمير ۲۴ تنه ښودل کېږي.

سربيره پر دې امريکا افغانستان ته د درې زره نورو سرتيرو او ورسره د هوايي ځواک د ډېرولو اعلان هم کړی دی.

د شنونکو په باور په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو ډېرول به په دغه هېواد کې روانه جګړه سړه نه بلکې لا توده کړي، چې نه يواځې ورسره د بهرنيو عسکرو مرګ ژوبله زياتېږي، بلکې د هغوی په بمباريو او شپنيو عملياتو کې تر ډېره ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button