ننگرهار: د بهسودو دویم پُل بېرته نړیدلی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۲)د ننگرهار یو شمېر مدني فعالانو د بهسودو د دویم پُل داسې انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي، چې د بهسودو دویم پُل د څو میاشتو وروسته نړیدلی دی او د موټرو د تگ راتگ څخه غورځیدلی ښکاري.
د بهسود دویم پُل تېر کال د سلواغې پر ۱۶ مه نېټه گټې اخیستنې ته سپارل شوی؛ خو په تېرو اتو میاشتو کې یې ځینې بنسټیزې برخې بېرته نړیدلي دي.
د بهسود د دویم پُل د جوړېدو چارې د ننگرهار والي گلاب منگل او د ټولگټو چارو وزرات تخنیکي مرستیال احمد ولي شېرزي هم له نږدې لیدلې وې او د ننگرهار لوړ پوړو چارواکو یې پرانېسته کړې وه.

د بهسودو پر دویم پله د ننگرهار د څلورو ولسوالیو سربېره د کونړ او نورستان ولایتونو خلک هم تگ راتگ کوي او د گڼې گوڼې څخه ډله لاره ده.
د بهسود د دویم پُل د جوړېدو چارې د ۱۳۹۳ل کال د غبرگولي په میاشت کې پیل شوې وې، چې مالي لگښت یې د ټولگټو چارو وزارت ورکړی و. د دغه پُل د جوړېدو چارې د «الینگار الکوزي شرکت» ته سپارل شوې وې.
د بهسودو دویم پُل د جوړونې تړون په ۳ میلیونه او ۴۳ زره امریکايي ډالرو شوی و، چې د ناکاره توکو د کارولو له امله دغه پُل نړیدلی دی.



