طالبانو د ۳۳ عسکرو جسدونه سره صليب ته وسپارل- انځورونه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۲): شاوخوا درې ورځې مخکې د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې وشوې، چې دواړو غاړو يې يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعاګانې وکړې.
دا چې په دغه نښتو کې طالبانو د لسو پوستو سربيره د يوې قرارګاه او لسګونه ميله وسلو، مرميو او مهماتو د نيولو ترڅنګ د لسګونو عسکرو د وژنې ادعا هم کړې وه.
طالبانو له ځايي مخورو او قومي مشرانو غوښتي و چې ورشي او وژل شوي عسکر دې خپلو خپلوانو او نږدې قريبانو ته يوسي.
په همدې تړاو تېره ورځ غرمه مهال د سره صليب ادارې کارکوونکي ورغلي و او طالبانو ورته د ۳۳ وژل شويو ملي اردو عسکرو جسدونه وسپارل او د هغوی له لوري خپلوانو ته يوړل شول.
تر اوسه په دې اړه دولتي چارواکو څه نه دي ويلي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، چې (د ارزګان په چوره ولسوالۍ کې د مزدور دښمن لسګونه جسدونه سره صلیب ته وسپارل شول).
نوموړي د يادو وژل شويو عسکرو د سپارلو انځورونه هم خپاره کړي دي:






