ترکيه: ماين چاودنه کې څلور عسکر وژل شوي، څلور ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۲): د ترکيې امنيتي مسئولين وايي، چې د ترکيې په جنوب ختيځ کې د ايران پولې ته څېرمه د ماين په چاودنهه کې د دغه هېواد څلور پوځيان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

پېښه د اکاري ولايت مربوطه سيمه کې رامنځته شوې او د دغه ولايت د والي دفتر په يوه خبرپاڼه کې د چاودنې مسئولیت د پي کاکا وسله وال ګوند په غاړه اچولی دی.

له تيرو څو کلونو راهيسې د پي کاکا وسله وال په ترکي پوځيانو چاودنې او بريدونه کوي، چې تر دې دمه پکې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر دې مخکې په ترکيه کې د ځينو چاودنو مسئوليت د PKK وسله والې ډلې په غاړه اخيستی دی.

خو تر اوسه يې د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button