انجینر نظرمحمد مطمئن د دوه میاشتني بند وروسته راخلاص شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۲): لیکوال او شناند انجینر نظرمحمد مطمئن د دوه میاشتني بند وروسته نن ازاد کړای شو.
د نوموړي د کورنۍ غړو ویلي، چې نن ماسپښین مهال د ملي امنیت له زندانه راخوشي شوی دی.
انجینر نظرمحمد مطمئن تېرکال په نومبر کې هم ملي امنیت د څو ساعتونو لپاره نیولی و او بېرته یې ازاد کړ.
د روان کال د زمري د میاشتې پر نهمه نېټه یې یو ځل بیا ونیوه او دوه میاشتني بند وروسته یې نه ازاد کړ.
تر څو اوونیو پورې هېڅ دولتي ادارې د نوموړي د نیول کېدو په اړه خبرې نه کولې؛ خو د تېر لوی اختر وروسته یې د کورنیو غړو ته د نوموړي د لیدو اجازه ورکړه.
کابل ټکي کام ته ځینو سرچینو ویلي وو، چې نظرمحمد مطمئن د گډ حکومت د لومړي مشر اشرف غني په امر نیول شوی و او د مخکېني ولسمشر حامد کرزي سپارښتنه یې هم نه وه منلې، چې نوموړی له زاندانه راخلاص کړي.
د سرچینو په خبره، د ملي امنیت څلوېښتم ریاست د نوموړي څخه غوښتي وو، چې په رسنیو کې به د سولې او د حکومت خلاف غږ نه پورته کوي او د سولې په نه کولو کې به حکومت نه ملامتوي.
یاد ده وي، د گډ حکومت په راتگ سره د سولې فعالان او د حکومت سیاسي مخالفین په بېلابېلو نومونو ځوروي او بندیان کوي یې.
تراوسه پورې د نوموړي د نیول کېدو د جرم او د خوشي کېدو په اړه هېڅ دولتي اداري څه نه دي ویلي.



