(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۳): تېره شپه وسله والو طالبانو د غزني ولايت د مرکز مربوط د ارزو په سيمه کې د دولتي ځواکونو په پوسته بريد کړی، چې طالبان وايي پوسته يې نيولې او پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرباڼه کې راغلي، چې د دوی وسله والو تېره شپه په ياده سيمه کې په بشپړه توګه نيولې او زياتوي چې د قومندان حبيب الله په ګډون څلور پوليس وژل شوي يو شمير نور ټپيان دي.
دغه راز طالبان وايي، چې په پوسته کې يې له عسکرو (يو راکټ، يوه پيکا، درې ميله کلاشنکوفونه) او په زياته اندازه ډول ډول مهمات او نور پوځي توکي هم نيولي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې (یاد قومندان د شلګر ولسوالۍ اوسیدونکی او په ظلم او حشت کې زیات مشهور و او وړاندې تر دې يې پلار، ورور او د کاکا ځوی هم اربکيان و چې د طالبانو سره په نښتو کې وژل شوي و.
تر اوسه د غزني ولايت امنيتی مسئولينو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي، خو يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې په پوسته کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او په خبره يې چې وژل شوي پوليس او ټپيان مرکز ته انتقال شوي دي.

















