د سعودي پاچا په درې ورځني سفر مسکو ته ولاړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۳): تېره ورځ ناوخته د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز د روسيې پلازمينې مسکو ته په يو رسمي سفر ولاړ.

د نوموړي سره په دغه سفر کې د سعودي جګپوړي پلاوي هم ملتيا کوي.

ټاکل شوې ده، چې سلمان بن عبدالعزيز به په روسيه کې له ولسمشر ولاديمير پوټين سره هم وګوري او دواړه به مشران به د خامو تېلو د بييو په ګډون د دواړو هېوادونو د اړيکو په پراختيا او يو شمير نورو مهمو موضوعګانو هم خبرې وکړي.

د سعودي په تاريخ کې لومړی ځل دی، چې د دغه هېواد يو پاچا روسيې ته سفر کوي.

د روسیې مرستیال لومړي وزیر دیمتري روګوزین  او  د بهرنیو چارو مرستیال وزیر  میخایل بوګدانوف د مسکو نړيوال هوايي ډګر کې د هغه هر کلی وکړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button