نظامي فکر

جابر نعماني

 کفر د ماتي پر درشل ولاړ دی، جهاد دین،  هیواد له ناکامی او محکومیت څخه ژغورلی، نتیجه تقریباً لاس ته راتلونکي ده، هر څه برخلیک ټاکونکي دي،   دښمن ډیر پام د توپ او ټانګ د استعمال پر ځای فکري، نفسیاتي، او نفوذي جګړې ته اړولی دی، او د خپلو کامیابو تجربو په تناظر کي زیار باسي تر څو اشغال له یوې بلي زاويې څخه پر مخ بوځي، او د جهاد مقاومت تحریف، منحرف، او قیادت يې غلام کړي.

په داسي یوه نازک صورتحال کي مجاهدین، او د مجاهدینو خواخوږي باید څو بعدیز شخصیتونه وي، هره پيښه په تیره بیا هغه چي د مکار دښمن (یهودانو، او صلیبیانو) سره تړاو لري په ډیر عمیق نظر و ارزوي، مونږ له یوه داسي دښمن سره لاس او ګریوان یو چي د جګړې بڼه يې بدله کړي، او  د تاریخ پاڼي  يې یواځي  د چل ول، او مکر څخه ډکي دي، مونږ  د کفارو له لوري د استخدام شویو جاسوسانو په اسلامي قیادت کي د نفوذ څخه بحث کوو، هغه چي زمونږ لپاره ډیر شرمونکی، او د دوی لپاره ډیر مؤثر ثابت شویدی.

مسلمانان بالعموم او مجاهدین یا مجاهدپال بالخصوص مکلف دي تر څو د یوه نظامي کس په توګه فکر وکړي، یواځي د یوه ادیب، سیاسي، یا حکمت پال په حیث نه، نظامي کسان نظام ته تر دغه مفت خورو ډیر وفادار وي ځکه هغوی په دې لار کي ستړياوي لیدلي وي، او د نظام په وزن او اهمیت پوهیږي، پوهیږي نظام په څومره قربانیو تر دغه ځایه را رسیدلی دی، او همدا راز په دې هم ښه پوهیږي چي چا را رسولی دی، نظامیان ځیرک، او خورا سخیان وي، او هیڅ وخت خپل کوم غړی د دښمن لخوا مهاریدو ته نه پریږدي.

له پيله تر اوسه جهادي نظامونه، او جهادي خوځښتونه یواځي نظامي څو بعدیز شخصیتونو پر مخ بیولي او د سیاست پالو، ادیبانو، یا حکمت پالو له لوري نړول شوي، تحریف شوي، یا له خپل اصلیته اوښتي، البته کوم نا نظامي وګړو چي خوځښتونه پيل کړي په هغه لومړیو کي لا د دښمن له لوري مهار شویدي، د مرګ له ډاره، یا د پيسو زور له خپلي اصلي داعیې اوښتی، او یا د واک جنون انحراف ته اړ ایستلي دی، نو په دې اساس د نظام بقاء د نظامیانو په لاس ده.

مونږ د نړی د تر ټولو کامیابونو نظامونو مثالونه ورکولای شو چي لا ولاړ دي چي دار ومدار يې د نظامیانو په لاس کي دي، او هغوی د خپلو نظامونو د بقاء په هدف حتی سرونه هم ږدي، او هیڅ راز تفاهم په دې برخه کي نه منی.

نظامي فکر یو غلبېل دی چي سم او ناسم ورباندي جلاء کیږي، د خبیث او طیب  تمیز دی، او نظام ورباندي ساتل کیږي، نظامي فکر که څه هم سخت دریځي تعبیریږي خو د دښمن لپاره سخت دریځي د نظام د بقاء خوښونه، او له نظام سره مینه ده، دا یو راز د نظام ساتني حرص دی، او همدا د دنظام په ګټه دي.

نظامي کس هر وخت نظام ته د یو فیصد ممکن خطر پر وړاندي ځیر غوږونه ناست وي، او هر راز قربانی ته چمتو وي، د نظام لپاره تفاهم نه کوي، او د خپلي انګیزې قدر کوي،  خطرونه او ریسک چي محسوس کړي  نه يې مني که څه هم خطر په حقیقت کي نه وي، ځکه نوموړی يې په عواقبو پوهیږي.
د اسلامي امارت د نړیوال جهاد ملحق ټول مجاهدین او مجاهدپال باید د نظامیانو په فکر ځانونه سمبال کړي، نو يې د بریا چانس بیخي ډیر او د نظام ساتني په برخه کي به حتماً خورا ډیري تجربې لاس ته راوړي، زه به دې باور یم چی د اسلامي امارت او له امارت سره ملحق نړیوال جهادي تنظیمونه دا اوس هم د نظامي فکرلرونکو وګړو له لوري اداره کیږي، او په حقیقت کي امتیاز هغوی ته روان دی، او له نظامیانو پرته په دغه رنګ سختو نظامونو کي د نورو پاته کیدل شوني نه دي، ځکه یو نظامي کس د نظام ساتني په هوډ هر راز قرباني قبولوي نه هغه چي د نظام سره د حاکمیت پر وخت وي او د مغلوبیت پر وخت بیا په پلازمینو کي ناست وي.

یو نظامي کس به هیڅ وخت داسي چا ته په خپلو وینو، او ستړیاوو ګټل شوي نظام کي ځای ورنکړي چي یو ځل يې غدر ورسره کړی وي، لاره يې بیله کړې وي، چي د نظام لپاره له سر، او مال نه نشي تیریدلای، پاته لا هغه نظامي تن شوو چي مجاهد وي، هغه هم په داسي حال کي چي دښمن د بل هر دښمن په پرتله هوښيار، متوجه، او فریبي وي، او له دغه غاره يې نظامونه څو ځله چیچلي وی، داسي نظامي کس چي له تاریخ څخه يې زدکړه کړي وي یا خپله همدا کړني ترسره کوي.
اوس هم! مونږ باید ریسک وانخلو، د دښمن ځراکت، او مکر ته په کتو باید نهایت چالاک، او محتاط واوسو، پرينږدو د تیر په څیر مو بیا د قیادت ريښي غلامي کړي، یا مو انحراف ته اړباسي، مونږ په احتیاط مأمور یو، مونږ د امت یواځينی هیله یو که پر خپلو ارزښتونو د ویښو چوکیدارانو وظیفه اجراء نه کړو نو هغه وخت لیري نه دی چي نظام به لکه د پرونیو هغو په څير د جهاد څخه لیري، او بالاخره د کفر یا په اصطلاح د خپل ازلي دښمن د لاس الي شو.

مونږ وایو! له نظام سره مینه وکړئ، او ورباندي حریصان شئ، اسلامي امارت له الله جل جلاله پرته هیڅ غاور نه لري، او باید متوجه شو چي الله جل جلاله تر هغو زمونږ حالت نه بدلوي چي مونږ يې ونه غواړو، مونږ مکلف یو چي د الله جل جلاله احسان درک کړو او شکر يې ادا کړو، او د شکر احسن عمل يې دا دی چي له انحراف، تحریف څخه یې وساتو او د دښمن پر وړاندي له غفلت څخه لاس په سر شو، د لاري بیلونکو، او غدارانو پر وړاندي له حسن ظن څخه کار وانخلو او همدا د نظام سره د محبت تر ټولو سپيڅلی وفاء ده.

د یو اسلامي نظامي نظام په هیله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button