غني د بلک هاک هلیکوپټرو د تسليمۍ لپاره کندهار ته ځي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۵): ټاکل شوې ده چې نن د شنبې په ورځ افغان ولسمشر اشرف غني د د بلک هاک په نوم د امريکايي هليکوپټرو د تسليمۍ لپاره کندهار ته ولاړ شي.

د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر سرپرست فضل الباري بريالي رسنيو ته ويلي، چې ولسمشر  به د خپل سفر په جريان کې په کندهار کې د افغانستان زراعتي پوهنتون کې ولسي خلکو ته وينا هم وکړي.

او په وینا يې چې له غرمې وروسته به د کندهار په هوايي لوا کې د امريکايي بلک هاک هلیکوپترو تسليمي هم وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ويلي، چې امریکا د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره ځانګړې بودجه په پام کې نیولې چې له مخې به یې په روان کال کې څلور بلک هاک هلیکوپټرې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ټاکل شوې وه چې د يو تړون له مخې امريکا د افغانستان هوايي ځواکونو ته روسي (MI-17) هليکوپترې واخلي خو د روسيې او امريکا ترمنځ د اړيکو تر خرابېدو وروسته دغه تړون لغوه او امريکا د افغان هوايي ځواک لپاره د(UH-60s) هليکوپترو په پيرولو پيل وکړ.

ويل کېږي، امريکا افغانستان ته دغه ډول ۱۵۹ هليکوپترې ورکوي.

د تېرې مياشتې په نوولسمه نېټه د بلک هالک هليکوپترو لومړۍ جوپه کندهار ته ورسېده، چې نن به په رسمي ډول افغان لوري ته وسپارل شي.

د افغانستان په اړه د ټرمپ د نوې تګلارې له اعلان وروسته امريکا يوځل بيا په هېواد کې د نظامي حضور د پراختيا هڅې پیل کړي، د زرګونو سرتيرو د بيا راوستلو پريکړه يې وکړه او دغه راز د نويو وسلو په استعمالولو يې پیل وکړ او خپلو پوځي عملياتو کې يې زیاتوالی راوست، چې د شنونکو په باور ښايي له دې سره په هېواد کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله نوره هم لوړه او جګړه لسيزو ته اوږده شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button