طالبان: موږ د امریکايي ځواکونو د شړلوکلک تصمیم لرو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۵): نن د تلې د مياشتې پنځلسمه نېټه ده، چې د ميلادي کال د اکتوبر د مياشتې له ۷ نېټې سره برابره ده.
د امريکا او ناټو ځواکونو شپاړلس کاله وړاندې په همدې نېټه په افغانستان پوځي يرغل وکړ او د طالبانو د حکومت پرخلاف يې بمبارۍ پيل کړې، چې تر دې دمه پکې د ولسي وګړو مرګ ژوبله له لسهاوو زره اوښتې او دغه راز د لسګونو زرو امريکايي، ناټو او افغان ځواکونو د وژل کېدو سربيره جګړه لا هم دوام لري .
په همدې تړاو طالبانو د اسلامي امارت له ادرسه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د يادې جګړې اصلي عامل د امريکا متکبرانه سيایت او د نورو هېوادونو د اشغال کولو شریره پاليسي وه چې عقلي او دلايلو ته پکې هيڅ ځای نه دی ورکړل شوی چې له کبله يې داسې اور بل شوی چې تر نن پورې پکې خپله امريکايان هم سوځي.
په اعلاميه کې راغلي، چې په تیرو شپاړسو کالوکې امریکايي اشغالګرو له یو لکو ډير افغانان شهیدان او ټپيان کړل، په لکونو يې بې ځایه او بې کوره کړل، زندانونوته يې واچول، ظلمونه او وحشتونه يې وکړل، خو هغه څه چې شپاړس کاله وروسته ثابتیږي هغه د افغان غیرتي او مسلمان ولس اشغال ضد احساس، پخه اراده، نه ماتیدونکی هوډ او د الله په لاره کې کلک ثبات او استقامت دی چې له مخې يې د اسلامي امارت په قیادت کې په متانت سره جهادي مبارزه پرمخ وړي او د ستړیا احساس نه دی ورته پیدا شوی.
د اسلامي امارت له ادرسه نشر شوې اعلاميه چې کابل ټکی کام ته يې هم يوه کاپي رارسېدلې د زيات ارزښت له مخې تاسې ته کټ مټ خپروو:
——————————————-
د میزان د ۱۵ امریکايي اشغال د پيل په اړه د اسلامي امارت اعلامیه
له نن څخه پوره شپاړلس کاله وړاندې د میزان د میاشتې په ۱۵ تاریخ چې د میلادي کال د اکتوبر له ۷ سره سمون خوري امریکايي اشغالګرو ځواکونو د افغانستان په پاک حریم، فضا او ځمکه تیری وکړ او د افغان ملت د وژنې یوه کرغیړنه جګړه يې پيل کړه.
د دغې جګړې اصلي عامل د امریکا متکبرانه سیاست او د نورو هیوادونو د اشغال او غلام کولو هغه شریره پالیسي وه چې عقلي او منطقي پریکړې ته په کې هيڅ ځای نه وو او په نتیجه کي یې داسي اور بل کړ چي په لمبوکې یې تر نن ورځې پوري خپله امریکا یان هم سوځي.
د وخت امریکايي واکمنو د خپلو بې تجربې جنرالانو او سیاسي کارپوهانو په اند فکر کړی وو چې افغانستان به یوه تیاره ډوډۍ وي چې ورته ورسیږي نو به يې له ستوني کښته کړي او د خپلو مستعمرو په قطار کې به يې ودروي.
خو خبر نه وو چې دې میړني ولس دهر اشغالګر قوت ښکرونه ور مات کړي او د تاريخ کندي ته يې غورځولی دی.
په تیرو شپاړسو کالوکې امریکايي اشغالګرو له یو لکو ډير افغانان شهیدان او ټپيان کړل، په لکونو يې بې ځایه او بې کوره کړل، زندانونوته يې واچول، ظلمونه او وحشتونه يې وکړل، خو هغه څه چې شپاړس کاله وروسته ثابتیږي هغه د افغان غیرتي او مسلمان ولس اشغال ضد احساس، پخه اراده، نه ماتیدونکی هوډ او د الله په لاره کې کلک ثبات او استقامت دی چې له مخې يې د اسلامي امارت په قیادت کې په متانت سره جهادي مبارزه پرمخ وړي او د ستړیا احساس نه دی ورته پیدا شوی.
په دومره موده کې هر کال د امريکا په ضد افغان جهاد پياوړی شوی، لیکې يې منظمې شوي، دښمن ته يې سخت زیانونه اړولي، نوي ځوانان يې روزلي او په جهادي صف کې تنظیم کړي او الحمدلله د هیواد تر نیمایې زیاته خاوره يې د اشغال له کرغیړن وجود څخه پاکه کړې ده.
اسلامي امارت د افغان مجاهد ولس د استازي په توګه په امریکايي اشغالګرو غږ کوي چې که څومره هم دا جګړه اوږده کړئ، پای به يې ستاسو ماتې او تيښته وي، زموږ ملت نه ستړی شوی اونه به ستړی شي، نه مایوسه شوی او نه به خپله مبارزه پریږدي، موږ د جګړې ډګرته په خورا عالي مورال، د شهادت په جذبه او د خدای تعالی په لاره کې د سترې جهادي فریضې د اداکولو په نیت راوتلي یو، تاسې باید پوه شئ چې داسې عقیدوي او پوخ ملت نه چا زوب کړي او نه يې هم د تسخیر خوبونه ريښتیا شوي.
ښه لاره داده چې امریکايي اشغالګران نور حقیقتونه درک کړي، د نورو ولسونو آزادۍ ته احترام وکړي، د خپلو لا اضافه زیانونو او بشري تلفاتو مخه ونیسي، د خپل تاريخ تر ټولو اوږده جګړه لا اوږده نه کړي، بلکې د زور پرځای له عقل او منطق څخه کار واخلي، خپل اشغالګر عسکر زموږ له هیواده وباسي، افغانان اوخپله اراده سره پریږدي، زموږ په چارو کې له مداخلي لاس په سر شي او د سرتمبګۍ په دوام سره نور ځان د بربادۍ کندې ته ونه غورځوي.
موږ د امریکايي ځواکونو د شړلوکلک تصمیم لرو، دا زموږ مسلم حق دی، موږ به له خپلې آزادۍ، خود ارادیت، اسلامي نظام او ولس څخه د سر په بیه دفاع کوو او په دې لاره کې زموږ زرګونه ځوانان لاهم د قربانۍ او شهادت غوښتنې په نوبت کې ناست دي او حتما به اسلامي نظام قایموي. ان شاءالله
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۹/۱/۱۷هـ ق
۱۳۹۶/۷/۱۵هـ ش ــ 2017/10/7م



