کرزی: د ټرمپ نوې ستراتېژي باید د لویې جرګې له لارې وارزول شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۵):مخېکنی ولسمشر حامد کرزی وايي، د امریکا نوې ستراتېزي باید د لویې جرګې له لارې وارزول شي او د ګډ حکومت په دواړو چارواکو یې غږ وکړ، چې د لویې جرګې لپاره باید تابیا ونیسي.

کرزي د بي بي سي سره په تازه مرکه کې ویلي، په راتلونکو څو ورځو کې به پر افغان حکومت غږ وکړي، چې د امریکا نوې ستراتېزۍ اروزنې لپاره لویه جرګه راوبولي او دغه ستراتېژي لویه جرګه ارزیابي کړي.

نوموړي ویلي، افغان ولس باید د ټرمپ په نوې ستراتېژۍ کې بدلون راولي او دغه ستراتېژي تحلیل، منل او بدلون راوستلو کې باید دودیزې لارې وکاروي.

کرزي د امریکا نوې ستراتېژي د افغانستان او سیمې لپاره خطرناکه بللې او دغه ستراتېژي یې د افغان ولس د وینې بهېدنې او د جګړې د اوږېدو لامل بللې ده.

مخکېني ولسمشر ویلي، په نوې ستراتېژۍ کې د سولې لپاره هېڅ لاره نشته او دغه ستراتېژي باید له سره وارزول شي.

کرزی په داسې حال کې د نوې ستراتېزې د اروزنې لپاره د لویې جرګې د رابللو خبره کوي، چې د ګډ حکومت دواړو مشرانو وار له مخه دغه ستراتېژي د افغانستان لپاره “نهايي مثبته بللې” ده.

د ګډ حکومت لومړي مشر اشرف غني د له ډونلډ ټرمپ سره په خپله وروستۍ لیدنه کې د امریکا نوې تګلاره ستایلې وه او د اعلانېدو وروسته یې په حالاتو کې د “مثبت بدلون “خبره کړې وه.

د چارو شنونکي هم وايي، چې امریکا په سیمه کې خپلې موخې لري او غواړي جګړه وغځوي، څو خپلو موخو ته ورسېږي.

کرزي داسې مهال د لویې جرګې  د رابللو خبره کړې، چې د ګډ حکومت لومړي درې کلونه له ډول ستونزو ډک وو او د جان کېري په پرېکړه کې اشرف غني او عبدلله د درې کلونو لپاره تفاهم ته بلل شوي وو.

د سیاسي چارو کارپوهان د اوسني ګډ حکومت پاتې دوه کلونه هم له ستونزو ډک ښيي؛ ځکه وسله‌وال طالبان ورځ تر بلې پیاوړي کېږي او اوسمهال د هېواد ۶۰ سلنه خاوره تر خپلې ولکې لاندې لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button