”چارواکي داعش ته په وسلو رسولو کې مرسته کوي“

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۶): يو شمېر چارواکي داعش وسله والې ډلې ته د وسلو رسولو او د هغوی د تقويه کولو ملاتړ کوي.
داعش ډلې شاوخوا درې کاله وړاندې په ننګرهار ولايت کې وسله وال فعاليت پيل کړ، چې د ډیری ولسونو د مخالفت سره مخ شول.
ويل کېږي، اوس مهال دغه ډله غواړي چې خپل ځان له ننګرهاره، کنړ او نورستان ته ورټول کړي او هلته خپل مرکزونه فعال کړي.
دمګړۍ داسې راپورونه ورکول شوي، چې د داعش ډلې د انتقال لپاره د کابل حکومت يو شمير چارواکو د هغوی سره مرسته کوي.
يوې باوري سرچينې کابل نيوز ته ويلي، چې تېره اوونۍ د ننګرهار پوليسو د داعش ډلې دوې له وسلو ډكې لارۍ چې كونړ ته روانې وې نیولې دي، خو له هر ډول اقدام وړاندې له کابله د یوه جګپوړي چارواکي په ټلیفوني سپارښتنه خوشې شوې دي.
په ولسي جرګه کې د کونړ استازي او د نورستان قومي مشران وایي چې ددغه ولایت په غرنیو او لرې پرستو سیمو کې داعش ډلې له وړاندې مرکزونه جوړ کړي او اوس یې جګړه ییز فعالیتونه هم پیل کړي دي.
له بله پلوه د جوزجان يوې باوري سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته ويلي، چې د دې ولايت د قوشتپې ولسوالۍ امنيه قوماندان عزت الله وردم د خپلو ورورنو او خپلوانو په توسط له څو مياشتو راهيسې په سیمه کې داعش وسله وال تجهيزوي.
د سرچينې په وينا، چې نوموړی قوماندان د دولتي ځواکونو وسلې او تجهيزات داعش وسله والې ډلې ته ورکوي.
يادې سرچينې ويلي، چې د امنیه قوماندان ورونه په ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په زورونه او وژنه هم بريک نه نيسي او په خبره يې چې له ډېرې مودې راهيسې د دولتي وسلو له ډيپوګانو داعش ډلې ته وسلې او نور مهمات ورکوي.
د جوزجان د پوليسو نوی قوماندان فقير محمد جوزجاني رسنيو ته ويلي، چې په دې اړه به پلټنه وکړي او که هرچا په دې خيانت کې لاس درلود سزا به ورکړل شي.
له تېرې څه مودې راهيسې د قوشتپې ولسوالۍ کې داعش ډله وسله وال فعاليت کوي.
دا لومړی ځل نه دی، چې داعش ډلې سره د چارواکو د وسلې رسونې او ملاتړ راپورونه ورکول کېږي، بلکې تر دې وړاندې په ننګرهار ولايت کې هم ظاهر قدير په ځينو چارواکو تورونه لګولي چې داعش سره د وسلو او نورو مهماتو مرسته کېږي.



