سروردانش: په دولتي ادارو کې پراخ فساد شتون لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۶): د ولسمشر دويم مرستيال سرورو دانش وايي، چې په مرکز او ولايتي ادارو کې پراخ فساد شتون لري، چې چارواکي يې د افشاد کېدو له وېرې له رسنيو سره هر ډول معلومات نه شريکوي.

نوموړي په سيمه ييزه کچه د محلي ارګانونو د اطلاع رسونې د پياوړتيا په غونډه کې وويل، چې په مرکز او ولايتونو کې د اطلاع رسونې پر وړاندې ګڼې ستونزې موجودې دي.

هغه وايي، که په دغو ادارو کې اطلاعاتو او اسنادو ته لاسرسی اسانه شي نو فاسد کسان به افشا شي.

د ولسمشر دویم مرستیال په محلي کچه ګوندي، سمتي او د حزبي اړیکو پالل د اطلاعاتو د خپراوي پر وړاندې یوه بله جدي ستونزه بللې ده.

افغان چارواکي داسې مهال په یوشمېرادارو کې د پراخ فساد موجودیت تاییدوي، چې تردې مخکې له رسنیو مدافع ادارو تر ډېره دولتي ادارې په دې تورنې کړي، چې له رسنیو سره پروخت معلومات او اطلاعات نه شریکوي.

د هېواد په دولتي ادارو کې مخکې تر دې هم د فساد په اړه راپورونه خپاره شوي دي، خو څه موده وړاندې د شفافیت د څار بنسټ چې په بیلابیلو برخو کې څېړنې او نظر پوښتنې کوي، په خپاره کړي راپور کې ويلي و چې د حامد کرزي په مشرۍ د حکومت وروستیو دوه کلونو په پرتله د اشرف غني په مشرۍ د حکومت دوه کلونو کې فساد پنځه څلويښت سلنه لوړ شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button