له ميدان وردګ څخه تښتول شوی هندي انجنير خوشې شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۶): چارواکي وايي، د ميدان وردګ ولايت څخه تښتول شوی هندي انجينر خوشی شوی دی.
د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل رسنيو ته ويلي، چې دغه هندي انجينير څلوېښت ورځې وړاندې له اړوندې ساحې څخه د نامعلومه وسله والو له لوري تښتول شوی و.
نوموړی زياتوي، چې دغه انجينير له کابله- کندهار ته د لېږدوونکي برېښنا په پروژه کې دنده لرله.
د منګل په خبره چې نوموړی هندي انجنير تېره ورځ په ميدان وردګو ولايت کې خوشی شوی، خو په اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.
د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ ویاند نقيب الله اميني بيا وايي، چې دغه هندي انجنير ۴۵ ورځې وړاندې د ميدان وردګ مربوط د بادام له سيمې څخه تښتول شوی و، چې د چارواکو او د مشرانو په هڅو د ټوپ دښته په سيمه کې راخوشې او په کابل کې د هند سفارت ته سپارل شوی دی.
امنیتي مسئولينو تر اوسه د نوموړي د تښتوونکو په اړه څه نه دي ویلي.



