تخار: طالبانو دوه ښارگوټي جوړ کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۶):وسلهوالو طالبانو د تخار په درقد او خواجه بهاء الدین په ولسوالیو کې دوه ښارگوټي جوړ کړي، چې د دولتي چارواکو سربېره طالب ویاندویانو هم تایید کړي دي.
ځايي خلک وايي، په دواړو ښارگوټو کې تراوسه ځايي خلکو ته د هټۍ لپاره ځمکې ورکړل شوي؛ خو د کورونو وېش یې لا نه دی پیل شوی.
د طالبانو د نظام د سقوط ۱۶ کاله ووتل، چې په تېرو کلونو کې طالبانو خپل زیات تمرکز په جگړه کړی و؛ خو په تېرو درې کلونو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه داسې خبرونه خپاره شول، چې طالبانو د بیارغونې په چارو هم پیل کړی دی.
اوسمهال د هېواد زیاته خاوره د طالبانو په ولکه کې ده، چې د نړیوالو موسسو او د دولت د بیارغونې چارې هم زیاتې طالبان څاري او ددوی د اجازې پرته کار نه پیلوي.
طالبانو له دې وړاندې د نورستان، پکتیکا، کندوز، فراه، ننګرهار، پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو کې د بیارغونې ځینې واړه کارونه ترسره کړي وو؛ خو د ښارگوټو جوړول یې لومړی کار دی.
د روانو چارو کارپوهان د طالبانو پام د بیارغونې چارو ته د سولې او هېواد د پرمختگ لپاره په نېک فال نیسي.
د دوی په خبره، د دولت د څارنې په نسبت د طالبانو څارنه رڼه ده او دوی د دولتي چارواکو په څېر د بیارغونې شرکتونو سره معاملې نه کوي او له شرکتونو شفاف کار غواړي.
تېره اوونۍ د ننگرهار د بهسودو د پُل موضوع د رسنیو د خبرونو مهم ټکي وو، چې د بیارغونې د شرکت د نیول کېدو وروسته سملاسي خوشي شو او د بهسودو د دویم پُل په نامعلوم برخلیک پاتې شو.



