طالبانو د ۳۰۳ بسونو د شخصي شرکتونو له استازو سره غونډه کړې

د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایات ادارې د تیرې جمعې په ورځ د ۳۰۳ بسونو له شخصي شرکتونو سره غونډه کړې.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې غونډه تېره جمعه د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې ترسره شوه. د طالبانو د اعلامیې له مخې، په غونډه کې له کابل او ولایتونو څخه د نورو نمائندګیو په استازیتوب د احمدشاه ابدالي، حصارک، پنجشیر، میرویس نیکه، میوند وردګ، نهرسراج او غزني پيما استازو ګډون کړی و.
د شرکتونو د استازو تر څنګ په غونډه کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایات کمیسیون استازي، د چک ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول، علماء کرامو او یو شمېر نورو مهمو اشخاصو برخه درلوده.
په غونډه کې د طالبانو د مرکزي دارالافتاء هغه فتوی هم ولوستل شوه چې په کې د وژل شویو او ټپیانو د دیت او خسارې بیان شوی دی.
په فتوا کې ویل شوي چې د لویو موټرو د چلونکو د بې پروایۍ، نشیي توکو د استعمال او نورو عواملو په سبب ترافیکي پیښي رامنځته کیږي او مسافرو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.
د طالبانو کمېسیون د شرکتونو استازو ته ویلي چې د یادو مواردو په صورت کې به دیت او خساره د شرکت مالک، د موټر مالک او او چلونکی درې واړه په ګډه اداء کوي.
د طالبانو په خبره، د یادو شرکتونو استازو د فتوا هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په اړه به جدي اقدامات کوي او تر خپل توان پورې به د یادو پېښو مخنیوی یقیني کوي.
څو میاشتې وړاندې هم د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنيوي اوسمع شکایات کمېسیون په میدان وردګ ولایت کې له ټرانسپورټي شرکتونو سره غونډه کړې وه. هغه مهال په غونډه کې د شرکتونو استازو ته ویل شوي و، ”که دا ډول پيښې د ترانسپورتي شرکتونو دبې غورۍ، د موټروانانو د نااهلۍ او د ترافيکي قوانینو د نه رعایت له امله رامنځته شوې، اړوند ترانسپورتي شرکت يې په اړه ځواب ویونکی او مسئول بلل کیږي.“
د هېواد په بېلابېلو برخو کې هره ورځ په ټرافیکي پېښو کې افغانانو ته مرګ- ژوبله اوړي. ټرافيکي پیښې زیاتره وخت د لویو موټرو د چلونکو د بې پروایۍ، نشیي توکو د استعمال او نورو عواملو په سبب ترافیکي پیښي رامنځته کیږي.
د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنيوي اوسمع شکایات کمېسیون له څو کلونو راهیسې کار پیل کړی او وخت ناوخت د ملکي تلفاتو د مخنیوي په پار له خپلو وسله والو سره غونډې کوي.



