څوک، څومره ایټم بمونه لري؟

اوس مهال په نړۍ کې له ۹ هېوادونو سره شاوخوا ۱۶۳۰۰ ایټم بمونه شته. که څه هم له دې هېوادونو غوښتنه کېږي چې د ایټمي وسلو شمېره دې کمه کړي خو بیا هم د ایټمي بمونو شمېره کمه شوې نه ده. راځئ وګورو چې له کوم هېواد سره څومره ایټمي وسلې شته.
روسیه

د SIPRI په نوم د یوې نړیوالې ټولنې د یوه رپوټ له مخې، روسیه تر ټولو ډیرې ایټمي وسلې لري. پخواني شوروي اتحاد (اوسنۍ روسیه) په ۱۹۴۹ز کې د ايټم بم ازموینه کړې وه او دا مهال اته زره ایټمي وسلې لري.
امریکا

امریکا په ۱۹۴۵ز کال د ایټمي وسلو له ازمویلو څه موده وروسته د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي باندې خپل ایټم بمونه وغورځول. د سپري په خبره، له امریکا سره اوس مهال ۷۳۰۰ ایټم بمونه شته.
فرانسه

په اروپا کې فرانسه تر نورو ټولو هېوادونو زیاتې ایټمي وسلې لري، د فرانسې د ایټمي وسلو شمېره ۳۰۰ ښودل کېږي. فرانسې په ۱۹۶۰ز کال کې د ایټمي وسلو جوړولو ټیکنالوجي ترلاسه کړه.
چین

د چین د پوځي ځواک په اړه کره معلومات نشته خو بیا هم د اټکل له مخې ویل کېږي چې له چین سره ۲۵۰ ایټم بمونه شته. چین په ۱۹۶۴ز کال کې خپله لومړۍ ایټمي ازموینه ترسره کړه.
برتانیا

برتانیې په ۱۹۵۲ز کال کې ایټمي ازموینه کړې وه او دا مهال ۲۲۵ ایټمي وسلې په لاس کې لري.
پاکستان

پاکستان په ۱۹۹۸ز کال کې د ایټمي وسلو ټیکنالوجي ته لار وموندله او اوس مهال له سلو بیا تر ۱۲۰ پورې ایټمي وسلې لري.
هند

هند په ۱۹۷۴ز کال لومړۍ او په ۱۹۹۸ز کال دویمه ايټمي ازموینه ترسره کړه. د شمېرو له مخې هند له ۹۰ بیا تر ۱۱۰ پورې ایټم بمونه لري.
اسرائیل

د اسرائیلو د ايټمي پروګرام په اړه ډېر کم معلومات شته، خو بیا هم اټکلي ویل کېږي چې له دوی سره شاوخوا ۸۰ ایټمي وسلې شته.
شمالي کوریا

د یوې اندازې له مخې له شمالي کوریا سره هم له۶ بیا تر ۱۰ پورې ایټمي وسلې شته. د شمالي کوریا اصل دښمني که څه هم له جنوبي کوریا سره ده خو د ایټمي وسلو له امله غرب هم ورسره ښکر په شکر شوی دی. د ملګرو ملتونو او امریکا له لوري د بندیزونو له لګولو سره سره بیا هم دې هېواد د ایټمي وسلو جوړولو ته زور ورکړی دی. شمالي کوریا په ۲۰۰۶ز کال کې یوه ایټمي ازموینه کړې وه.
لنډیز
سرچینه: DW




