کرزی: داعش ته امریکايي چورلکې وسلې غورځوي او هماغوی یې روزنه کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۷):مخکېني ولسمشر حامد کرزي له ار ټي ټلویزون سره په تازه مرکه کې یو ځل بیا ویلي، چې داعش د امریکا قراردادي کمپنۍ ده، امریکایان وسلې ورکوي او امریکايي روزونکي یې روزي.
کرزي پوښتلي، په افغانستان کې د امریکا پوځ او څارگر شته، نو څنگه په دغه هېواد کې داعش راپیدا او دومره ځواکمن شي.
دی یې په ځواب کې وايي، «ماته ډېر خلک راځي او راته وايي، چې له کومې نښې پرته په وسلو بار چورلکې کېني او د داعش جنگیالیو ته وسلې او مهمات غورځوي. دغه حالت یوازې په یو څو ولایتونو کې نه دی، بلکې د هېواد په زیاتو ولایتونو کې روان دی.»
کرزي د امریکا په اوسنۍ ستراتېژۍ او تگلارې هم نیوکه کړي. ده ویلي، د دې پرځای چې په افغانستان کې امن راغلی وی او خلک خوندي شوی وی، حالت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي او زیاتې سیمې د وسلهوالو لاس ته لوېږي.
د افغان حکومت زیات لوړپوړي او ټیټ پوړي چارواکي وايي، چې داعش د امریکا، د ملي امنیت د شورا او د ځینو گاونډیو هېوادونو گډه استخباراتي شبکه ده او له دې لارې غواړي طالبان وځپي او روسیې ته په سرحدونو کې سرخوږی پیدا کړي.
د روانې اوونۍ په سر کې په کونړ کې د وسلو بار لارۍ موټر نیول شوی و، چې داعش ته یې وسلې وروړلې؛ خو وروسته د کابل د چارواکو په امر موټر خوشي شو.
د ولسي جرگې لومړي مرستیال ظاهر قدیر هم دوه کاله وړاندې ویلي وو، چې داعش د حنیف اتمر او د امریکا په گډه همکارۍ خپل فعالیتونه کوي او دوی یې هر ډول مالي او د وسلو ملاتړ کوي.
داعش درې کاله وړاندې د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې راپیدا شول. وروسته یې راډیو فعاله کړه او د امریکا پرځای یې د طالبانو سره جگړه پیل کړه.
دا لومړی ځل نه دی، چې یو مخکېنی لوړ پوړی چارواکی وايي، چې داعش د امریکايي گټو ساتونکي او ددوی پروژه ده، بلکې له دې وړاندې هم گڼو چارواکو ویلي وو، چې داعش ته امریکا وسلې ورکوي.



