طالبانو د ميزانې په ولسوالۍ بريد کړی- پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۷): وسله والو طالبانو بيګا شپه د زابل ولايت په ميزانې ولسوالۍ ډله ييز وسله وال بريد کړی، چې په ترڅ کې يې ۱۸ عسکرو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی وسله والو په دغه ولسوالۍ پنځه ساعته جګړه وکړه او زياتوي، چې عسکرو ته يې درانه تلفات اړولي دي.
طالبانو د يوولس عسکرو د وژل کېدو او دغه راز د ۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه جګړه کې درې تنه طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
تر اوسه په دې اړه ولايتي چارواکو څه نه دي ويلي.
خو يوې امنیتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې په ياده ولسوالۍ کې پنځلس تنو عسکرو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
هغه وايي، چې د وژل شويو عسکرو جسدونه مرکز ته انتقال شوي او ټپيان هم د تداوۍ لاندې دي.



