پاکستان کويټه: وسله وال بريد کې پنځه کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۷): د راپورونو پر بنسټ د کويټې ښار په کانسي روډ د يوه وسله وال بريد په ترڅ کې پنځه کسان وژل شوي او يو بل ژوبل دی.
پوليس وايي، نامعلومه موټر سايکل سپرو وسله والو په يو موټر ډزې وکړې او وسله وال له سيمې څخه تښتېدلي دي.
د پوليسو په وينا، پنځه واړه وژل شوي او يو ټپي ټول شيعه هزاره ګان دي.
تر دې مخکې هم د پاکستان په کويټه ښار کې په شيعه ګانو وسله وال بریدونه شوي دي.
پوليس وايي، د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.
د بريد پړه داعش وسله والې ډلې په غاړه اخيستې ده.



