د رسول الله ﷺ ښکلې څېره

محمد نبي (الدين)
ام معبد الخزاعية -رضي الله عنها- د افضل الخلق رسول الله -صلی الله عليه وسلم- ښکلي څېرې بيان په دې ډول کوي.
دا وايي:
ما يو کس وليدی :
ظَاهِرُ الْوَضَاءَة أَبْلَجُ الْوَجْهِ:
ظاهرًا ښکلی او پاک وو، سپينه او پراخه څېره يې وه.
حَسَنُ الْخُلُقِ.
د ښکلو اخلاقو څښتن وو.
لَمْ تَعِبْهُ ثُجْلَةٌ:-
خيټي نه وو ستړی کړی.
يعني: خيته يې لويه نه وه.
وَلَمْ تُزْرِ بِهِ صعْلَةٌ:
د غاړي او سر د کوچينۍ والي عيب يې نه وو وړی.
يعني: غاړه او سر يې ډېر کوچني نه وه.
وَسِيمٌ قَسِيم:
ښکلی او ښائسته وو.
فِي عَيْنَيْهِ دَعَجٌ:
په ستر ګو کي يې پراخي او توروالی وو.
يعني: سترګي يې پراخي وې او تور واله يې ښه تېز وو او سپين واله يې هم.
وَفِي أَشْفَارِهِ وَطَف:-
يعني: ورزي او باڼه يې ګڼ او اوږده وه.
وَفِي صوَتِهِ صَحَل:
په آواز کي يې دروند والی وو.
يعني: دروند او ډک آواز يې وو.
وَفِي عُنُقِهِ سَطَعٌ:
په غاړه کي يې لوړ والی وو.
يعني: لوړه او اوږده غاړه يې لرل.
وَفِي لِحْيَتِهِ كَثَاثَة.
په ږيره کي يې ګڼ والی وو.
يعني: داسي ګڼه ږېره يې وه، چي پرله اوډلې وه او ډېره اوږده نه وه.
أَحْوَرُ أَكْحَلُ:
د سترګو تور يې تک تور او د سترګو سپين يې تک سپين وه.
أَزَجّ أَقْرَن:
اوږدې او يو له بل سره نيژدې ورزي يې وې.
شَدِيدُ سَوَادِ الشّعْر.
وېښتيان يې تک تور وه.
إذَا صَمَتَ عَلاهُ الْوَقَارُ.
کله چي به چوب سو؛ نو وقار او عظمت به يې زيات سو.
وَإِذَا تَكَلّمَ عَلاهُ الْبَهَاءُ.
کله چي به يې خبري کولې؛ نو ښکلا او جمال به يې زيات سو.
أَجْمَلُ النّاسِ وَأَبْهَاهُ مِنْ بَعِيدٍ
له ليري څخه به تر ټولو خلګو ښکلی او ښائسته ښکارې دی.
وَأَحْسَنُهُ وَأَحْلاهُ مِنْ قَرِيب.
له نيژ دې څخه به تر ټولو حسين او خوږ ښکارې دی.
حُلْوُ الْمَنْطِقِ.
خوږې خبري يې وې.
فصل لا نَزْرٌ ولا هَذَرٌ:
د خبرو به منځ کي يې مناسبه فاصله کول.
يعني: خبري يې ډيري ژر- ژر نه کولې او نه يې د خبرو تر منځ ډېر ځنډ کوی.
كَأَنّ مَنْطِقَهُ خَرَزَاتُ نَظْمٍ يَنحدرنَ.
خبري يې داسي وې، لکه د ياقوتو پېودل سوي مرۍ چي را توييږي.
رَبْعَةٌ لا تَقْتَحِمُهُ عَيْنٌ مِنْ قِصَرٍ ولا تَشْنَؤُهُ مِنْ طُولٍ.
ميانه قد يې وو، نه ډېر لنډ وو، چي له سترګو دي لوېدلی وای او نه ډېر اوږد وو، چي تر ستر ګو دي بد ايسېدلی وای.
غُصْنٌ بَيْنَ غُصْنَيْنِ فَهُوَ أَنْضَرُ الثلاثَةِ مَنْظَرًا، وَأَحْسَنُهُمْ قَدًا.
بس د دوو ښاخونو تر منځ يو ښاخ وو، چي پکښي ښائسته او ميانه قده ښکارېدی.
لَهُ رُفَقَاءُ يَحُفّونَ بِهِ.
په ملګرو کي نغښتی وو.
يعني: ملګري به چار چاپېر ورباندي را ټول وه.
إن قَالَ اسْتَمَعُوا لِقَوْلِهِ.
که به يې خبري کولې؛ نو خبرو ته به يې غوږ نېوی.
وَإن أَمَرَ تَبَادَرُوا إلَى أَمْرِهِ.
که به يې کوم امر ورته کوی؛ نو په کولو کي به يې چالاکي کول.
مَحْفُودٌ مَحْشُودٌ.
يعني: اطاعت يې کول کېدی او فدا کاران يې لرل.
لا عَابِسٌ وَلا مُفْنِدٌ:
نه يې په تندي کي ترش والی درلود او نه يې د نظر (رأي)کمزوري لرل.
اﻟﻤﻌﺠﻢ اﻟﻜﺒﻴﺮ ﻟﻠﻄﺒﺮاﻧﻲ-ﺑﺎﺏ اﻟﺤﺎء-ﺣﺒﻴﺶ ﺑﻦ ﺧﺎﻟﺪ اﻟﺨﺰاﻋﻲ- 3605.
صلي الله عليه وسلم
ــــــــ
أم ﻣﻌﺒﺪ اﻟﺨﺰاﻋﻴﺔ، اصلي نوم يې ﻋﺎﺗﻜﺔ ﺑﻨﺖ ﺧﺎﻟﺪ دی، دا هغه ښځه ده، چي کله رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه ملګری حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه او د دوی لار بلدی درېيم (لارښود) ، د هجرت په سفر کي و يوې خېمې ته ورغلی هلته يوه ښځه اوسېدل دوی له هغې څخه د خوراک او څيښاک د څه شي مطالبه وکړل، چي بيا يې يوه وچه بزه يا مېږه ولوشل شيدې يې وکړې او…
داسي ويل کيږي، چي دې د رسول الله – ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ – د مهاجرت د سفر پر وخت ايمان راوړ. او ځيني بيا وايي، چي مدينې منورې ته ولاړل او هلته يې ايمان راوړ.



