د نړۍ لس هغه هېوادونه چې سل کاله وروسته به له منځه تللي وي!

ژباړه: خوشال درانی

وړاندوینې او اټکلونه ډېری وخت ناسم خېږي. پوهان د هماغه وخت تجربو او شرایطو ته په کتو اټکل کوي، چې ځینې وروسته سم او ځینې ناسم وي. د دغو لسو هېوادونو په اړه هم اټکل شوی. کېدای شي سل کاله وروسته دغه هېوادونه نه وي او که پاتې هم شي نو زیاتې برخې به له لاسه ورکړي. د یاد شویو لس هېوادونو په اړه  پوهانو د سیاسي، طبیعي، جغرافیوي، نژادي او هوا پېژندنې له مخې اټکل کړی دی.

۱ـ کریباتي Kiribati:

دغه هېواد د نړۍ په ټیټه برخه کې پروت دی. د کنگلونو ویلي کېدل او د نړۍ د تودوخې د ډېریدو له امله کېدای شي کریباتي څو لسیزې وروسته ټول تر اوبو لاندې شي او د نړۍ له نقشې ووځي. د کریباتي اوس هم ځینې سیمې او ټاپوگان اوبو لاندې کړي او هلته یې استوگنه ناشوني کړې ده. د کریباتي د منځه تگ یوازېنی لامل کنگلونه دي او کېدای شي ټول تر اوبو لاندې شي.

۲ـ برېتانیه:United Kingdom

یو وخت د لویې برېتانې په نامه یادېده او مستعمرې یې له امریکا نیولې، تر اسیا، اسټرالیا او افریقا پورې رسېدې. د برېتانیې په مستعمرو کې لمر نه ډوبېده او د نړۍ په زیاتو هېوادونو یې سوونه کاله حکومت کړی، چې په ډېرو کې تراوسه ددوی قانون چلېږي.

برېتانیه له څلورو نیمه خپلواکو هېوادونو جوړه ده، چې سکاټلنډ، ایرلنډ، ویلز او انگلستان دي. د سکاټلنډ خلکو څو ځلې ټولپوښتنه وکړه؛ څو له لندن څخه ازادي واخلي او یو خپلواک هېواد شي؛ خو هر ځل دغه ټولپوښتنې په غوڅ اکثریت سره پای ته نه دي رسېدلي. د سکاټلنډ ازادۍ غوښتونکي کرار نه دي ناست او اوس هم غواړي له لندن څخه ازاد شي. که سکاټلنډ له لندن څخه جلا شو، نو ایرلنډ او ویلز ترې هم جلا کېدای شي. برېتانیه به راتلونکي څو کلونه وروسته د نړۍ یو کوچنی هېواد پاتې شي.

۳ـ اسراییل:

اسراییل د دویمې نړیوالې جگړې وروسته د امریکا په هر اړخیز ملاتړ په فلسطین کې جوړ شو او تراوسه یې امریکا او د نړۍ کفري طاقت لرونکي هېوادونه یې مالي او مادي ملاتړ کوي. د افغانستان په شمول ډېری اسلامي هېوادونه تراوسه اسراییل په رسمیت نه پېژني. اسراییل په نړۍ کې د یهودانو یوازېنی هېواد شو او له لومړۍ ورځې یې پر فلسطینیانو ظلمونه شروع کړي او تراوسه روان دي. اسراییلو یوازې فلسطین ته غېږه نه ده ورکړې، بلکې له سعودي، لبنان، مصر او نورو گاونډیو سره هم سرحدي ستونزې لري. د اسراییلو د بشپړ له منځه وړلو قدرت اوسمهال په عربي هېوادونو کې نشته او په دې برخه کې مسلمانان یوازې الله جل جلاله ته لاس په دعا کېږي. کېدای شي یو وخت د مسلمانانو جذبه راوپارېږي او اسراییل له منځه یوسي.

۴ـ بلجیم:

بلجیم یا بلژیک اروپايي هېواد دی. دغه هېواد ډېر عمر په سوله‌ییز ډول کړی. د بلجیم د ټوټه کېدو لامل د ډېرو ژبو ویونکي دي. د فرانسوي او هالنډي ژبو ویونکي غواړي له بلجیم خپلواکي واخلي او یو خپلواک هېواد شي. د بلجیم سویلي سیمه والوانیه«Wallonia» کې فرانسوي ژبې اوسېږي او فلنډرز«Flanders» سیمه کې هالنډي ژبي. د بلجیم همدغه دواړه اقتصادي سیمې دي او که له بلجیم خپلواکي واخلي، نو بلجیم به څو کاله وروسته د نړۍ له نقشې ووځي.

۵ ـ شمالي کوریا:

د شمالي کوریا د منځه تگ یوازېنۍ وړاندوینه له امریکا سره ښکر په ښکر کېدل په گوته شوي. شمالي کوریا او امریکا متحده ایالات له څو کلونو راهیسې د اټومي جگړې خبر ورکړی؛ خو تراوسه نه امریکا او نه هم شمالي کوریا عملي اقدام کړی. شمالي کوریا سربېره پردې چې له امریکا سره ډغره وهي، بل یې منزوي کېدل دي. د شمالي کوریا تر شا اوس چین او روسیه ولاړ دي او په ملگرو ملتونو کې یې ملاتړ کوي. د شمالي کوریا ډېری وگړي ناچاره او د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. که چېرې شمالي کوریا اټومي جگړه پیل کړي، نو څو کاله وروسته به له منځه ولاړه شي او یا به له جنوبي کوریا سره یو ځای شي.

۶ ـ تایوان:

د دغه هېواد د منځه تگ یوازېنی لامل تراوسه د ملگرو ملتونو له لوري په رسمیت نه پېژندل دي. چین تایوان د خپل هېواد یوه برخه گڼي؛ خو تایوان غواړي یو ازاد هېواد اووسي. په تایوان کې یو شمېر گوندونه غواړي، چې د چین کمونېستي دولت سره یو ځای شي او تایوان د چین یوه برخه شي؛ خو په هر ځل ټولپوښتنو کې یې ماتې خوړلې ده. تایوان ځانته حکومت، خپل پوځ او ۲۴ میلیونه نفوس لري؛ خو د نړۍ ډېری هېوادونه یې په رسمیت نه پېژني.

۷ـ د امریکا متحده ایالات:

د امریکا د ټوټه کېدو اصلي لامل د دې هېواد د ځینو ازادي غوښتونکو گوندونو مبارزه ده. امریکا متحده ایالات اوسمهال د نړۍ د مشرۍ دعوه هم کوي او په اسیا او افریقا کې ډېری ستونزې ددې هېواد ناسمې تگلارې دي. په ۲۰۱۶ز کال کې چې انگلستان له اروپايي ټولنې وووت، نو په امریکا د ازادۍ غوښتونکو ایالاتونو هم وغوښتل، څو له امریکا څخه جلا او یو خپلواک هېواد شي. د ټکزاس ایالت چې د افغانستان د اوسنۍ جغرافیې هومره پراخوالی لري، غواړي له امریکا جلا او یو خپلواک هېواد شي. په ټکزاس کې د ازادۍ غوښتونکو مبارزه تراوسه روانه ده او که ټکزاس له امریکا متحده ایالاتونو جلا شو، نو نور ایالاتونه به ترې هم جلا شي. کلفورنیا چې ددې هېواد ستر اقتصادي ایالت دی، هم غواړي له امریکا څخه جلا شي. د امریکا د ټوټه کېدو لامل د ځینو ایالاتونو د خپلواک کېدو هیله ده. کېدای شي امریکا څو لسیزې «متحده ایالات» پاتې نه شي او په یوې وړې امریکا بدله شي.

۸ ـ هالنډ:

هالنډ، ندرلینډ یا ټیټه ځمکه. د هالنډ د منځه تگ لامل د دغه هېواد د ځمکې په ټیټه برخه کې موقعیت دی. هالنډ ته د گلونو هېواد هم ویل کېږي؛ خو اوس هوا پېژندونکي اټکل کوي، چې د اقیانوسو ویلي کېدل به دغه هېواد د نړۍ له نقشې اوباسي.

۹ ـ سویلي سوډان:

سویلي سوډان په ۲۰۱۱ز کال له شمالي سوډان ازادي واخیسته او یو خپلواک هېواد شو. د دغه هېواد د لسو ولایتونو څخه په نهو ولایتونو کې قومي جگړې پیل شوي، چې تراوسه پکې درې سوه زره خلک وژل شوي دي. سویلي سوډان د نړۍ یو غریب هېواد دی او په سلو کې یې نوي خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. د همدغه لاملونو له مخې سویلي سوډان کېدای شي بېرته له شمالي سوډان سره یو ځای شي او له منځه ولاړ شي.

۱۰ ـ کاناډا:

کاناډا د نړۍ دویم لوی هېواد او د نړۍ د امن ترینو هېوادونو په سر کې ځای لري. د کاناډا د ټوټه کېدو یو لامل د کوبیک ولایت فرانسوي ژبې اوسېدونکي دي. په کوبیک کې پنځه میلیونه فرانسوي ژبې اوسېږي او غواړي له کاناډا څخه جلا او یو خپلواک هېواد شي.

مربوطه مطالب

Back to top button