سره صليب افغانستان کې خپل فعاليتونه کم کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۷): د سره صليب نړيواله اداره وايي، چې د ناامنۍ له کبله په افغانستان کې خپل فعاليتونه کموي.
د افغانستان لپاره د يادې ادارې مشرې مونيکا نن په کابل کې يوې غونډې ته وويل، چې د سره صليب د کارکوونکو په وړاندې امنيتي ګواښونه او ګڼې ستونزې پيدا شوي، چې له کبله يې بايد په افغاسنتان کې په ډيره اندازه فعاليتونه کم شي.
هغې وويل، چې په مزارشريف او کندز کې به دفترونه يا په بشپړه توګه وتړل شي او يا به يې د کارکوونکو شمير راکم کړي، خو زياته يې کړه چې په نورو ولايتونو کې به خپل فعاليت ته ادامه ورکړي.
سور صلیب وروسته له هغې دغه اقدام وکړ، چې په روان کال کې د دغې ادارې ۷ کارکونکي په جوزجان ولايت کې د داعش وسله والو په يوه حمله کې ووژل شول او دوه تنه نور يې ژوندي ونيول.



