ننګرهار کې اور لګیدنې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۷):د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، په بهسودو کې اورلګیدنې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.

د خوږیاڼي په خبره، اور د بهسود ولسوالۍ اړوند د خیالي کلا سیمې په یوه کور کې لګیدلی، چې نږدې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت یې مالي زیان اړولی.

دی وايي، اور د گازډبې د چاودنې له امله لګیدلی، چې په کور کې نغدې پیسې، د کور وسایل او نور توکي سوځیدلي دي.

د بسهود ځايي خلک وايي، اور نن غرمه مهال ولګیده؛ خو د اوروژنې کارکوونکي وروسته سیمې ته راغلل، چې له امله یې د کور ټول وسایل د اور خوراک شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button