د کاریزماتیکې رهبرۍ پنځه خصوصیات په سازمانونو کې څه دي؟

 ژباړه:  مصدق اکرم اسحق زی

 کاریزماتیک اشخاص الهام بښوونکي دي، اعتماد په نفس لرونکي دي، محبوب،تاثیر بښوونکي، مینه ناک او محبوب او قابل د اعتماد دي. د خلکو په تجارتي مسایلو کې غواړي چې له هغوې سره مرسته او همکاري وکړي د هغوې نظریات واوري او د هغوې د ایډیالوژئ تر تاثیر لاندې راځي.

په اوسنۍ سازماني نړۍ کې د مدیریت شکل،مدیریت د کاریزماتیک رهبرۍ سره مل دی او د معاصر کاریزماتیک رهبرۍ ته باید د استیو جابز په شکل ته اشاره وشي.

کاریزما یو یوناني کلمه دی،چې د موهبت په معنا دی او دغه کلمه ماکس وبر،حقوقپوه،  اقتصاد پوه،سیاسمتدار، او ټولنپوه په لومړي ځل د کاریزماتیک نظریه په نولسمه ( ۱۹ ) پېړۍ رامنځته کړ.

کاریزماتیک رهبر هغه شخص دی،چې موفق او تاثیر ګذاره رابطې رامنځته کوي، بې له زوره او یا د مالي پاداش څخه په استفادې او الهام لرونکي و د پېروانو تلقین لري، د کاریزماتیک رهبرانو اړیکه د پېروانو سره د مرید او مراد دي او د کاریزماتیک رهبران اغلب نمادی د ارزښتونو په ځېنو برخو شمیرل کېږي، پېروان نسبت رهبرانو ته عاطفي رابطه لري او هغه کړنې ترسره کوي چې په ټولنه کې منل شوي وي.

کاریزماتیک رهبران څه خصوصیاته لري؟

لومړی _ کاریزماتیک رهبران  حال وضعیت ته متفاوت او متضاد سترګې اوچوي

دویم _ پېروانو لپاره د عمل ازادۍ ته قائل دي

دریم _ د نظام موجوده حالت د منفي حالت په عنوان او راتلونکي اهداف د جذاب لرونکي او قابل د حصول پر ځای وړاندیز کوي

څلورم _ خپل اهداف په روښانه ډول بیانوي

پنځم _ الهام لرونکي دي، صمیمي او مینه ناک دي او تاثیر لرونکي شخصیتونه او اعتماد په نفس لري

د کاریزما د لارې ډیر والی څه دي؟

 د شخصي مهارتونو ډیروالی په وینا کې

ټولنیز اوښیار تیا او اتفاقاتو ته په  حساسیت،د فرصتونو درک کول

د اطلاعاتو مجموعه لاسته راوړلو کې ډیر والی

پر ځایه او سم تصمیمونه نیول

د عاطفي ارتباط رامنځته کول

د اعتماد رامنځته کول

د ظاهر مینه لرونکي رامنځته

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button