پلچرخي زندان: پنجشيريانو يو بندي ديني عالم په چړو وهلی- ښايي نښته رامنځته شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۸): څو شيبې وړاندې د پلچرخي زندان په درېيم بلاک کې پنچشيريانو د مدسې يو ديني عالم په چړو وهلی، چې د مرګ تر کومې يې رسولی دی.

د پلچرخي له زندان څخه يو تن بندي اسير همت روحاني کابل ټکی کام ته وويل، چې په چړو وهل شوي بندي مولوي وزير چې د هلمند ولايت اوسېدونکی دی، د پجشيريانو د مدرسې استاد و.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې طالبان ټول په مدرسه کې راټول وه، دغه مولوي غوښتل چې د افتابۍ لپاره لاندې ولاړ شي، خو پنجشيريانو د موقع نه په استفادې سره په ځينو کې د شپږو يا اوو تنو له لوري پرې د چړو ګذارونه وکړل.

نوموړی وايي، مولوي وزير د کوما په حالت کې د کابل ښار روغتون ته د تداوۍ لپاره يوړل شو، خو په وينا يې: (داسې ګنګوسې دي چې مولوي وزیر صاحب شهید شوی دی، خو لا دقیق او له شکه خلاص خبر نشته).

هغه په یقين سره وويل، چې نوموړي ته دغه پلان د دولت له لوري ترتيب شوی و، ځکه چې مولوي وزير د درېيم بلاک د پخواني قومندان تبديلۍ په باره کې په تېر احتساب کې ډېر جدي و، خو پنجشيريانو يې د ظلم، وحشت او بدو کارونو ملاتړ کاوه.

ويل کېږي، دمګړۍ د پلچرخۍ په زندان کې (درجه يک) اظهارات اعلان شوي او ډيری بنديان د عکس العمل د ښکارولو له ويرې په خپلو بلاکونو او منزلو کې کوټه قلفي شول، خو بنديانو د مدرسې او د دوهم منزل اول رينګ دروازه ماته کړه، د کلنيک او د قومندانۍ مخته کانتين ته يې اور ورته کړ.

تر دې مهاله د بنديانو او پوليسو تر منځ نښته نه ده شوې، خو حالات ډير ترينګلي دي ښايي په زندان کې يوځل بيا اخ وډب رامنځته شي.

تر دې مخکې هم د دواړو خواوو تر منځ له دې کبله نښتې شوي، چې طالب بنديان وايي، پنجشيريان په زندان کې د ټولنيز ژوند خيال نه ساتي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button