“قطر کې د طالبانو سياسي دفتر تړل د جګړې د دوام معنا لري”

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۹): د مشرانو جرګې غړو په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له تړلو سره مخالفت څرګند کړی او له حکومته يې غوښتي چې بايد د سولې د راوستلو لپاره دې د وسله والو سره د اړيکو لارې خلاصې پرېښودل شوي.

د مشرانو جرګې غړي، رحمت الله اڅکزي د جرګې په ننۍ ناسته کې وويل، چې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر تړل د جګړې د دوام په معنا دي او په خبره چې : “قطر کې د طالبانو سياسي دفتر، له يادې ډلې سره د اړيکې نيولو غوره ادرس دى او له دغه دفتر څخه د سولې د خبرو اترو لپاره بايد ګټه پورته شي.”

دغه راز د جرګې يوه بل غړي محمداجان منګل هم وويل، چې د قطر دفتر طالبانو سره د اړيکو تر ټولو غوره مرجع ده او په وينا يې چې په سيمه ييزو هېوادونو دې فشار راوړل شي، ترڅو طالبان خبرو اترو ته چمتو کړي.

د هغه په خبره، په اوسنيو شرايطو کې، قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر سربيره دې له يادې ډلې سره د سولې خبرو لپاره لا ډېر دفترونه پرانيستل شي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل: “قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د تړلو لپاره هر ډول پرېکړه؛ تېروتنه ده او موږ له حکومته هيله کوو، څو دغه دفتر له وسله والو سره د خبرو لپاره په خپل قوت او جديت سره پرانيستى پاتې شي.”

د مشرانو جرګې ډیری غړي په دې خبره يوه خوله وه، چې د خبرو اترو لپاره دې په هر ډول شرايطو کې د سولې دروازې پرانيستې پاتې شي، څو وسله وال له مخالفته لاس واخلي او د سولې خبرې مخکې لاړې شي.

يوه اوونۍ مخکې د برېتانيا ګارډين ورځپاڼې په خپل يوه راپور کې ويلي و، چې په نيويارک کې د امريکا او افغان ولسمشر د ليدو پر مهال ډونالډ ټرمپ له غني وغوښتل چې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له تړلو سره هوکړه وکړي.

تر دې دمه افغان حکومت او طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.

وسله والو طالبانو په ۲۰۱۳م کال د جون په مياشت کې د قطر په پلازمينه دوحه کې خپل سياسي دفتر په دې موخه پرانيست، ترڅو د نړۍ له هېوادونو سره د اړيکو د ښه کولو، افهام او تفهيم او خبرو له لارې د روانې شخړې حل پيدا کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button