روغتیا وزرات: افغانان هر کال ۳۰۰ میلیونه ډالر په بهر کې په خپله درملنه لگوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۰):د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د مجهزو روغتونونو او د متخصصو ډاکټرانو د نشتوالي له امله  هېوادوال مو هر کاله میلیونونه ډالر په بهر کې په خپله درملنه مصرفوي.

د عامې روغتیا د وزارت ویاند محمد اسماعیل کاووسي وايي، د بېلابېلو ناروغیو له امله هر کال زرگونه افغانان بهر ته د درملنې لپاره ځي او میلیونونه ډالر په بهر کې په درملنه مصرفېږي.

د تازه سرشمېرنو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې د نړۍ په کچه څه ان د سیمې په کچه هم یو مجهز روغتون نه لري، چې د خپلو ناروغانو درملنه د هېواد دننه وکړي.

د امریکا د کانگرېس د تازه څېړنو له مخې، امریکا په تېرو شپاړس کلونو کې په افغانستان ۱۰۶ میلیارده ډالر لگولي؛ خو افغانان تراوسه خپله درملنه په پاکستان، هندوستان، ترکیه، ایران او ان ځینو اروپايي هېوادونو کې کوي.

په پلازمېنه کابل کې د څو روغتونو سربېره نور روغتونونه ان لومړنۍ اسانتاوې هم نه لري او د عادي ناروغیو لپاره یې هم بهر ته د لېږلو وړاندیز کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button