«غني: د مالیې وزارت د وزرات پرمهال په لېوني مشهور وم»

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۰):د گډ حکومت لومړي مشر اشرف غني تېره ورځ په ارگ کې د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره په ناسته کې یو ځل بیا نادرې خبرې کړي او له ټولو ویاندویانو یې غوښتي، چې دغه خبرې یې ولس ته ورسوي.
اشرف غني ویلي، د مالیې وزارت کې چې وم په لېوني مشهور وم؛ خو اوس ډېره حوصله کوي. «وزارت ماليه کې چې وم په لېوني مشهور وم، خو وزارت او ولسمشري فرق کوي. دلته خورا په حوصله کار کوم.»
اشرف غني یو ځل بیا پاکستان ته گوتڅنډنه کړې او گواښ یې کړی، چې پاکستان به نور هم له نړیوال انزوا سره مخ کړي.
په دغه ناسته کې غني وسلهوالو او زورواکو ته گواښ کړی، که سم نهشي نو قفسونو کې به یې بند کړي.
«نامسوله وسلهوالو ته وواياست چې په خدای قسم په قفسونو کې مو بندوم. ولس له تاسې تېښتې ته راغلی دی»
د گډ حکومت مشر همدارنگه ویلي، چې د امریکا ولسمشر د ټولې نړۍ د ولسمشرانو په پرتله له ده«غني» سره ښې اړیکې لري او ټرمپ سره یې د ناستې نه مخکې درې میاشتې کار کړی او په مهمو مسئایلو یې ورسره خبرې کړي دي.
«د نړۍ په ولسمشرانو کې ولسمشر ټرمپ يوازې ما سره ښې اړيکې لري او زما يې تر ټولو تود هرکلی وکړ. دا ځکه چې امريکا ته تر سفر مخکې مې درې مياشتې په دې کار کړی و، چې ولسمشر ټرمپ سره به په کومو مسئايلو خبرې کوم»
غني همدارنگه د افغانستان اوسنۍ جگړه بهرني بللې او ځینې هېوادونه یې گرم کړي، چې د افغانستان په جگړه کې خپلې گټې لټوي.
«د افغانستان بحران او جگړه داخلي نه ده. همدا وجه ده چې ډېر وخت مې په بهرنيو سفرونو تېر کړ، تر څو نړۍ قايله کړم او نړېوال ملاتړ خپل کړم»
غني د نظام د پايښت خبره هم کړي؛ خو په داسې حال کې اوسمهال د هېواد ډېره خاوره د وسلهوالو طالبانو سره ده.
«درې کاله مخکې د نظام د بقا سوال مطرح و. لږ تر لږه اوس په دې ټوله نړۍ او خپله د افغانستان خلک ډاډمن دي، چې نور د نظام د بقا سوال نه دی مطرح او همدا نظام به دوام کوي» خو نوموړي نه دي ویلي، چې اوسنی گډحکومت او که خپلواک نظام؟



